بازتاب نیوز

د افغانستان اتباع د ایران مېلمانه دی/ کډوالو ته په موقع د خدمتونو پر رسولو ټینګار

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ خبرگزاری فارس

د فارس خبری اژانس د افغانستان وېبپاڼې خبریال د راپور له مخې، د تهران والی سید حسین هاشمی د دې ولایت د ایرانی او بهرنیو وګړو د چارو عمومی ادارې څخه د یو شمېر دولتی چارواکو د حضور په مهال د لیدنې ترڅنګ هلته آنلاین مونیټورېنګ هم پرانیست. هغه په دې مراسمو کې وویل: د تهران د ایرانی او بهرنیو وګړو د چارو عمومی اداره کې د همکارانو ترمنځ د ښې همکارۍ شتون ډېر ارزښتمن دى او ستونزې کمې شوی، خو ټاکل شوې موخې ته لا هم نه یو رسېدلی. د تهران والی د دې ترڅنګ چې ویې ویل د یادې ادارې کامیابی پر هېواد سربېره باید په نړیواله کچه هم مطرح شی، ټینګار وکړ: د کارکوونکی روح باید ارامه وی، که په کار کې ستونزه او سټرس وی په سیسټم کې خلل رامنځته کوی، په همغږۍ سره کار په ښه توګه پر مخ وړل کېږی. هاشمی زیاته کړه: په ایران کې مېشت افغانان او عراقیان د دغه هېواد مېلمانه دی او په خپلو هېوادونو کې د موجوده ستونزو له کبله کډوال شوی دی. هغه وویل: که افغانان او عراقیان په خپلو هېوادونو کې له ستونزو سره مخ نه واى، هېڅکله به یې ګڼ شمېر ایران ته کډوال شوی نه واى. هاشمی وایی: لازمه ده چې افغان او عراقی کډوالو ته خدمتونه په وخت او سم ډول وړاندې شی، چې دا په خپل څنګ کې معنوی اجر لری. پای/

اصلي اړیکې: http://af.farsnews.com/pashtoo/news/13960213000381

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری فارس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading