بازتاب نیوز

د حکمتیار لومړنۍ خبرې، دوکه که پښېمانی؟

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ خبرگزاری فارس

د فارس خبری اژانس د افغانستان وېبپاڼې د راپور له مخې، افغان خبریال تقی مشرف د حزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار د لومړنیو څرګندونو په اړه لیکنه کړې ده. هغه ټینګار وکړ: حزب اسلامی د کابل د دولت په ضد له 37 کلنې جګړې وروسته تېر لمریز کال د ملی یووالی حکومت سره د سولې خبرې پیل کړې، چې په نتیجه کې یې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو، خو د دې حزب مشر پرېکړه وکړه، ترڅو چې د سولې هوکړه لیک مهمې مادې پلې نه شی، دى به د خلکو په منځ څرګند نه شی. ظاهراً د ځینو مهمو مادو له پلی کېدو سره د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار د غویی میاشتې په اتمه نېټه، چې د کمونیستی نظام په وړاندې د مجاهدینو د بری له کلیزې سره برابره وه، د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د خلکو په منځ را ښکاره شو او له 20 کلونو وروسته یې د رسنیو د کامرو مخې ته وینا وکړه.  د حکمتیار حضور ته د افغانانو تمې او د سولې هوکړه لیک له لاسلیکېدو وروسته د ده د تګلارې ټاکلو ته په پام د نوموړی لومړنۍ وینا له ځانګړی اهمیته برخمنه ده، ځکه لږ تر لږه هغه په افغانستان کې د سیاسی قدرت د یو اړخ په توګه ښکاره شو او ممکن د افغانستان په راتلونکې کې کلیدی رول په ځانګړې توګه د دې هېواد په ټاکنو کې ولوبوی. د حزب اسلامی رهبر په تېرو نږدې 40 کلونو کې د کابل د دولت له مهمو سیاسی مخالفینو څخه بلل کېده، خو د ده په غیاب کې حزبیانو په بېلابېلو برخو کې لکه وزارتونو، پارلمان او پر نورو دولتی چوکیو تکیه کړې وه.  حکمتیار په دې موده کې د دولت او ځینو قومونو په وړاندې جالبې او سر سختې جبهه ګیرۍ وښودلې، دلته هڅه کوو د هغه مهمو جبهه ګیریو ته، چې په خپله لومړنۍ وینا کې یې ورته اشاره شوې، لنډ نظر وکړو. سهامی شرکت او د ایتلافونو ترمنځ د قدرت وېش ګلبدین حکمتیار پرون له رسنیو سره په غونډه کې د دولت په اړه د خپلې تګلارې ټاکلو په تړاو وویل، چې سهامی شرکت او د ایتلافونو ترمنځ د قدرت وېش د افغانستان د ستونزو حل لاره نه ده او د تأسف ځاى دى ځینې کسان ګومان کوی، چې له دې لارې د هېواد ستونزې حلېږی. د حکمتیار دا څرګندونې د ملی یووالی حکومت د جوړښت له څرنګوالی سره بې اړیکې نه دی، د کابل اوسنى دولت د جمهوری ریاست له دوه پړاوه جنجالی ټاکنو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانی وزیر جان کېری په منځګړیتوب د دوو ټاکنیزو رقیبانو (محمد اشرف غنی او عبدالله عبدالله) په حضور کې جوړ شوى دى. که څه هم د اشرف غنی او عبدالله ترمنځ اختلافونه موجود وو، خو په دې وروستیو کې دا اختلافونه صفری نقطې ته نږدې شوی دی، چې دا هیله بښونکی دی، د دې ترڅنګ چې د کارپوهانو له لوری د دولت د پر مخ وړلو برخه کې پر یادو دوو رهبرانو نیوکې موجودې دی، خو ډېرى مطرح شوې نیوکې د دې دولت د پاى ته رسولو او نابودۍ په معنا نه دی. په همدې حال کې د حکمتیار دا څرګندونې باید جدی ونیول شی، ځکه هغه د کابل اوسنى دولت له یوه سهامی شرکت سره تشبېه کړى او د افغانستان د نجات کلی یې دغه مشران نه دی ښودلی، د حزب اسلامی د رهبر دغه څرګندونې هغه وخت لا جدی کېږی، چې د نوموړی تېرو سیاست بازیو ته پاملرنه وشی. حکمتیار د کابل له ټولو دولتونو سره مخالفت درلود، تراوسه هېڅ یو دولت د ده د منلو وړ نه دى ګرځېدلى، اوس کوم تضمین موجود دى، چې دى به یو ځل بیا پر خپل تېر وخت په تکیې سره دا دولت نامشروع او په وړاندې یې جګړه روا اعلانه نه کړی، لکه د مجاهدینو د دولت په وړاندې، چې خپله هم د هغه یو مهم او کلیدی چارواکى و، را پورته شو. ټاکنې او د وینو له تویولو پرته د رهبر ټاکل د حکمتیار له لوری له مطرح شویو مسایلو څخه یو هم د ټاکنو ترسره کېدل او په سوله ییز ډول او د وینو له تویولو پرته د واک لېږد و، هغه څه چې نوموړى یې هېڅ وخت عینی شاهد او ناظر نه دى پاتې شوى. په تېرو 15 کلونو کې په افغانستان کې د جمهوری ریاست او پارلمانی ټاکنې د حکمتیار په غیاب او د ده د غوښتنو خلاف ترسره شوی او هغه په کې هېڅ رول نه درلود، په داسې حال کې چې دا ټاکنې له درغلیو ډکې او په اړه یې د ملی او نړیوالو ټولنو سختې نیوکې موجودې وې. اوس معلومه نه ده، چې د حزب اسلامی مشر پر تېرو ټاکنو د تایید مهر لګوی او که یې ردوی او د بل ډول ټاکنو د ترسره  کېدو غوښتونکى دى، خو د حکمتیار تېر وخت ښیی، چې حزب اسلامی هېڅ ډول ټاکنو او هوکړو ته ژمن نه دى. په 1371 کال کې، چې د افغانستان جهادی رهبران هوکړې ته ورسېدل او سعودی عربستان ته په سفر کولو سره یې د الله (ج) په کور کې د وفادارۍ لوړه وکړه، د لومړی وزیر چوکۍ د هوکړې په پایله کې حزب اسلامی ته ورسېده، خو حکمتیار خپلو لوړو هیلو او غوښتنو ته په کتو په دې چوکۍ قناعت ونه کړ او د دې پر ځاى، چې کابل کې حضور پیدا کړی، دوباره غرونو ته لاړ، د ګڼ شمېر بې ګناه ملکی وګړو د وژنې او د نیمایی پلازمېنې د تخریب سبب شو. افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور د حزب اسلامی د رهبر د تېرې ورځې له څرګندونو یو هم د قومونو یووالى او د وروڼو په څېر تر یو چتر لاندې او د افغانستان په نوم په یوه ځمکه کې د هغوى ژوند تېرول و، حکمتیار افغانستان د ټولو قومونو(د قومونو له درجه بندۍ پرته)  ګډ کور یاد کړ. د افغانستان د ټولنیزو شبکو کاروونکو د حکمتیار د دې څرګندونو په وړاندې بېلابېل غبرګونه وښودل، ځینو هغه په تېر وخت پښېمانی وښوده او ځینو د نوموړی له لوری د خلکو دوکه کول یاد کړل. د افغانستان د حزب اسلامی رهبر هغه مهال، چې د کابل د دولت په ضد جنګېده او د کابل د دولت په وړاندې جګړه یې د امریکا د لاسپوڅی دولت په ضد جګړه توجېه کوله او خپله جګړه یې جهاد باله، د 1392 کال د اختر په پیغام کې، چې د زمری میاشتې په 16مه نېټه خپور شو، د افغانستان هزاره قوم په شدت تر خپل ګواښ لاندې ونیوه. حکمتیار په خپل دې اختریز پیغام کې د هزاره ګانو لپاره د خپلواکو ولایتونو ایجادول او د دې قوم علمی پرمختګ د افغانستان د دولت او ملت په ګټه ونه باله او پر دې په ټینګار سره یې، چې ډېر ژر به د هزاره ګانو شتمنۍ او ځمکې، کورونه او ښارګوټی ویجاړ شی، ویلی و هزاره ګان به د افغانستان په هېڅ ګوټ کې پناه ځاى ونه لری. هغه له افغان کډوالو سره د ایران د همدردۍ د ستاینې پر ځاى لیکلی و، چې ایران هم هزاره ګانو ته نوره پناه نه ورکوی او ممکن له هغوى سره په ډېر بد شکل غیر انسانی چلند وکړی. له دولت سره د طالبانو د جګړې مشروعیت د افغانستان د حزب اسلامی رهبر په خپلو لومړنیو څرګندونو کې له افغان دولت سره د طالبانو جګړه ناروا وبلله او د دې ډلې په وړاندې د سخت دریځ په ښودلو سره یې ورڅخه وغوښتل، چې د کابل دولت سره د سولې مذاکرات پیل کړی. هغه طالب جنګیالی د " غرور او جهالت" قربانی یاد کړل او پر دې ټینګار سره یې وویل، که طالبان له جګړې لاس واخلی، نو د دوه دوستان او که جګړې ته یې دوام ورکړ او د اسلام په ضد وجنګېدل، د ده دښمنان دی. دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږی، چې د حزب اسلامی رهبر تراوسه کابل ته نه دى رسېدلى. که چېرته حکمتیار پر خپلو دې څرګندونو باور لری، نو پوښتنه دا ده، چې دى په تېرو نږدې 15 کلونو کې د کوم دولت او ملت په وړاندې جنګېده؟ آیا د حکمتیار په راتګ سره خلک مسلمان شوی او د هغوى په وړاندې جګړه ناروا شوې ده؟ د نوموړی دا څرګندونې په تېرو کلونو کې د هغه د فاحشې تېروتنې ښکارندویی کوی. حکمتیار بښنه غواړی؟ جګړې ځپلی افغانان د هر ډول پخلاینې هرکلى کوی، په دې شرط چې د پخلاینې لوری په لومړی ګام کې له ټولو خلکو بښنه وغواړی او په دویم ګام کې خپلې ګناوې تکرار نه کړی. په همدې دلیل د افغانستان ټولو قومونو د دولت او حزب اسلامی ترمنځ د سولې مذاکراتو په مهال هېڅ ډول غبرګون ونه ښوده، چې ورڅخه د هغوى رضایت څرګندېده. دا چې کابل ته تر راتګ وروسته به حکمتیار کوم لورى خپل کړی، هغه مسئله ده، چې وخت به یې ځواب کړی، ځکه د هغه سیاست بازۍ هېچا ته د وړاندوینې وړ نه دی او نه به وی. د نوموړی لومړنیو څرګندونو ته پام ویلى شو، چې دى به همدارنګه د کابل له دولت سره په مخالفت کې وی او پلازمېنې ته تر راتګ وروسته به د افغان دولت په وړاندې سیاسی جبهه ګیری وکړی. د حزب اسلامی رهبر باید په تېرو 15 کلونو کې د افغانستان له دولت او خلکو سره د خپلې جګړې په اړه ځواب ورکړی او مشخص دې ووایی، چې د ده د کسانو ځانمرګو او استشهادی بریدونو مشروعیت درلود او کنه. په هر صورت ټول افغانان تمه لری، چې حکمتیار د رسمی مراسمو په ترڅ کې په تېرو څلورو لسیزو کې خلکو ته د ځانی او مالی زیانونو اړولو له امله له هغوى بښنه وغواړی. /انتهای پیام/

اصلي اړیکې: http://af.farsnews.com/pashtoo/news/13960212000179

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری فارس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading