بازتاب نیوز

عفیف باختری څوک و او څه یې وکړ ؟

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ خبرگزاری فارس

د فارس خبری اژانس د افغانستان وېبپاڼې خبریال د راپور له مخې، عفیف باختری د شنبې په شپه په 55 کلنۍ کې ومړ. نوموړى چې بشپړ نوم یې اسدالله عفیف باختری و، د محمد امین عفیف باختری زوى او په 1341 لمریز کال کې د افغانستان په بلخ ولایت کې زېږېدلى و. د لېسې دورې زده‌ کړې یې په باختری ښوونځی او لوړې زده‌ کړې یې د کابل پوهنتون د کرنې په برخه کې کړې وې. نوموړی په بلخ کې د سواد زده‌ کړې معلم، د بلخ د لیکوالو ټولنې او د ټول شمال د ټولنیزو او کلتوری چارو د اداری مامور په توګه کار کړی دی. عفیف باختری له 1377 کال راهیسې د بلخ ولایت د سرې میاشتې د خپرونو په برخه کې فعالیت کاوه. ده په 1381 کال کې د "جهان نو" خپرونې د مسوول مدیر او په 1389 کال کې د "الف تا یا" میاشتنۍ د مسوول مدیر په توګه کار کړی دی. "سنګ و ستاره"، "آوازهای خاکستری"، "من با زبان دریا"، "با یک پیاله چای چه‌طوری؟ عزیز من!" او "صد غزل" پنځه شعری ټولګې یې چاپ شوی دی. د بلخ ولایت دغه پیاوړی شاعر ته د 1395 لمریز کال په نوروز کې د ده د ښو ادبی او فرهنګی فعالیتونو له امله د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غنی له لوری د سید جمال الدین افغان دولتی نښان او د نغدو پیسو ډالۍ ورکړل شوه. همدارنګه د افغانستان د نن ورځې شعر په لومړنۍ جشنواره کې، چې د روان لمریز کال د نوروز په درشل کې په کابل کې د افغانستان د لیکوالو اتحادیې او د فرهنګ عالی بنسټ له لوری جوړه شوې وه، عفیف باختری ته په تېرو لسو کلونو کې د تر ټولو غوره شاعر جایزه ورکړل شوه.  نوموړى، چې په بلخ کې مېشت و، د تېرې دوشنبې په ورځ د خپل ژوند په وروستیو ورځو کې د دې ولایت د والی عطاء محمد نور له لوری هم په ستاینلیک ونازول شو. اسدالله عفیف باختری د افغانستان فرهنګ او ادب ته له اوږده خدمت کولو وروسته د بلخ ښار په ابو علی سینا بلخی روغتون کې د ور پېښې ناروغۍ له امله له فانی نړۍ سترګې پټې کړې او یادو برخو له خپلو خدمت کوونکو ملګرو جلا شو. د هغه تر مړینې وروسته د بلخ والی عطاء محمد نور د دې ولایت د نومولو کمېسیون ته امر وکړ، چې د بلخ یو واټ د (استاد عفیف باختری) په نوم ونوموی.   د باختری د جنازې لمونځ له کابل او د هېواد له نورو ولایتونو څخه د راغلو فرهنګیانو او شاعرانو په ګډون په بلخ ولایت کې ادا شو او جسد یې د مزار شریف ښار په عمومی هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. د نوموړی د فاتحې مراسم د یکشنبې په ورځ د سهار له لمانځه وروسته د مخدوم عبدالرحمن په مسجد کې تر اتو بجو ترسره شول. پای/

اصلي اړیکې: http://af.farsnews.com/pashtoo/news/13960210001372

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری فارس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading