بازتاب نیوز

افغان ښځو د کډوالۍ په فضا کې ښه پرمختګ کړى/ باید له ایرانه مننه وکړو

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ خبرگزاری فارس

د افغانستان د ښځو چارو وزیرې دلبر نظری د فارس خبری اژانس د افغانستان وېبپاڼې خبریال سره د خبرو په مهال ایران ته د خپل سفر په اړه وویل: ما د کورنۍ او ښځو چارو برخه کې د ایران د جمهوری ریاست د مرستیالې شهیندخت مولاوردی په بلنې ایران ته سفر کړى او د دې سفر هدف د اسلامی هېوادونو د ښځینه وزیرانو غونډه کې ګډون دى، چې په مشهد کې جوړېږی. نوموړې زیاته کړه: هیله منه یم، چې دا سفر د افغانستان د ښځو لپاره، چې زه یې په استازیتوب په دغه کنفرانس کې ګډون کوم، ښې لاسته راوړنې ولری او موږ به هڅه وکړو، چې د افغانستان د ښځو او دولت لاسته راوړنې نړۍ ته وښایو. د افغانستان د ښځو وضعیت د طالبانو د وخت په پرتله د پام وړ پرمختګ کړى نظری په وروستیو کلونو کې د ښځو چارو ریاست د فعالیتونو په اړه وویل: د افغان ښځو نننى وضعیت د یوې لسیزې وړاندې او د طالبانو له وخت سره د پرتله کېدو وړ نه دى او نن ورځ دوى په علمی، فرهنګی، اجتماعی او نورو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړى دى. هغې زیاته کړه: د افغانستان د ښځو چارو ریاست په وروستیو څو کلونو کې ښې لاسته راوړنې لری، چې کولاى شم د ښځو قانونی برخې ته اشاره وکړم، ځکه په تېر وخت کې د ښځو ډېرو مواردو ته مشخص قانون موجود نه و، د ښځو حقونه له پامه غورځول کېدل. نظری وایی: د ښځو د انسانی کرامت د ساتنې او د کورنۍ د بنسټ غښتلتیا لپاره د کورنۍ قانون جوړ او د عدلیې وزارت ته د تصویب لپاره ولېږل شو. همدارنګه د ښځو د وضعیت ښه کولو لپاره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوی قانون اعلان شو او ځانګړی کمېسیونونه ولایتونو ته لېږل شوی، ترڅو له نږدې د کورنیو او ښځو حالت وګوری. د افغانستان د دولت د کابینې دې غړې زیاته کړه: د ښځو چارو وزارت دنده له ښځو او کورنیو ملاتړ دى او د هغه څه پر بنسټ، چې د افغانستان په اساسی قانون کې راغلی او هغه واکونه، چې قانون راکړی، په ټولو ولایتونو کې به د ښځو د ملاتړ او د دې قشر د ظرفیت لوړلو لپاره هڅې وکړو. د افغانستان د ښځو چارو وزیرې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ښځو د فعالیتونو په اړه هم وویل: ایران ته زما د سفر یوه موخه له هغو افغان ښځو او نجونو سره لیدنه ده، چې په دې هېواد کې ژوند کوی. هغې په مشهد کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې له افغان ښځو سره خپلې لیدنې ته په اشارې زیاته کړه: ما په مشهد کې د افغانستان له سرکونسل سره پر کتلو سربېره له یو شمېر هغو افغان ښځو او نجونو سره هم ولیدل، چې په مشهد کې ژوند کوی او دا چې افغان ښځو دلته په ډېرو برخو کې ښه پرمختګ کړى، ډېره خوشاله یم.  دلبر نظری وایی: افغان کډوالو ښځو خوشبختانه د کډوالۍ په فضا کې د علمی، فرهنګی او هنری برخو بېلابېلو څانګو کې ښه وده کړې او باید د ایران اسلامی جمهوریت څخه مننه وکړو، چې د ټولو ستونزو باوجود یې په دې هېواد کې افغانانو ته د بېلابېلو برخو د زده کړو مرکزونو کې د زده کړې زمینه برابره کړې ده. نوموړې په پاى کې وویل: ما له افغان کډوالو ښځو سره د لیدنې په مهال د هغوى نظرونه او ستونزې واورېدې، چې د ایران له مرستیال ولسمشر سره د خبرو په وخت به یې مطرح کړم. پای/

اصلي اړیکې: http://af.farsnews.com/pashtoo/news/13960210000448

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری فارس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading