بازتاب نیوز

ولسمشر غنی: د افغانستان برېښنا شرکت سراسری تفتیش وشی

٢١ وږی ١٣٩٦ رصد خبری آژانس

رصد خبری اژانس: ولسمشر محمد اشرف غنی د ملی تدارکاتو کمېسیون غونډه چې پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوی وو، ویلی دی چې د افغانستان برېښنا شرکت سراسری تفتیش وشی. د ارګ رسنیو دفتر نن سی شنبی ورځ د وږی ۲۱ اُمه په یو اعلامیی د ولسمشر له قول څخه لیکلی: « د افغانستان برېښنا شرکت کې دې سراسری تفتیش وشی، ترڅو خلاوې تشخیص او د یادې ادارې د اصلاحاتو پروسه موثره شی.» همداراز ولسمشر غنی د ملی تدارکاتو غونډه کې د شاوخوا ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه یې منظور کړل. د ارګ اعلامیه زیاته کړی چې ملی تدارکاتو کمېسیون د پروژو په تطبیق کې د معتبرو بین المللی شرکتونو ګډون مهم وباله او د بین المللی شرکتونو په ځانګړی ډول د چینی، ترکی او هندی شرکتونو او د هغوی د اسنادو د تائید لپاره یې د معتبره مرجع په جوړېدو ټینګار وکړ او پلاوی وګومارل شو، چې په افغانستان کې د یادو هېوادونو سفارتونواو په یادو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو سره دغه موضوع تعقیب کړی. The post ولسمشر غنی: د افغانستان برېښنا شرکت سراسری تفتیش وشی appeared first on رصد خبری آژانس.

اصلي اړیکې: http://www.rasad.af/pa/1396/06/21/presdident-ghani-dabs-company/

د اصلي پاڼې خلاصول

رصد خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading