بازتاب نیوز

ننګرهار کې یو دینی عالم د داعش له لوری ووژل شو

٢١ وږی ١٣٩٦ رصد خبری آژانس

رصد خبری اژانس: د ننګرها ولایت رسنیو رسنیو دفتر تایید کړی چې د دی ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې یو دینی عالم د داعش وسله وال ډلی له لوری وژل شوی دی. د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر خبرپاڼه راغلی: «د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ کنډی باغ سیمه کې تیره شپه یوولس بجې داعش وسله والو د عبدالرحمن په نوم یو ۷۰ کلن دینی عالم جومات کې په ډزو سره شهید کړ». خبرپاڼه زیاته کړی، یاد دینی عالم د کنډی باغ په یو جومات کې د ملا امام په توګه دنده سرته رسوله. اما تر اوس مهال، داعش وسله وال ډلی په دی اړه څه نه دی ویلی. The post ننګرهار کې یو دینی عالم د داعش له لوری ووژل شو appeared first on رصد خبری آژانس.

اصلي اړیکې: http://www.rasad.af/pa/1396/06/21/clerics-killed-by-isis-in-nangarhar/

د اصلي پاڼې خلاصول

رصد خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading