بازتاب نیوز

د افغانستان د خلکو محور د یو جوړه شوی کمپاین په ترڅ کې زرګونه سی سی وینه افغان امنیتی ځواکونو ته را ټوله کړه

٢٣ وږی ١٣٩٦ رصد خبری آژانس

رصد خبری اژانس: د افغانستان د خلکو محور یو کمپاین جوړ کړه چې په ترڅ کې زرګونه سی سی وینه افغان امنیتی ځواکونو ته را ټوله شوه. د افغانستان د خلکو محور د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخی، دغی کمپاین نن پنجشنبی ورځ د وږی ۲۳ اُمه جوړی شوی وو چې پکی لسګونو فرهنګی، مدنی او سیاسی فعالانو او ځوانانو برخه اخیستې وه. دغه کمپاین چې مرکز یې د افغانستان دخلکو محور د په مرکزی دفتر کې وو یوه ورځ دوام وکړ او په ترڅ کې یې ۱۸ زره سی سی وینه یې راټوله شوه چې په سنګرونو کې ټپی شوی د امنیتی ځواکونو سرتیرو ته به ترې ګټه واخیستل شی. د دغې کمپاین مسووله حمیده عثمان وایی، چې له دې کمپاین څخه یې موخه د شهید اونۍ ته درناوی او هغه امنیتی ځواکونو ته چې په جګړه کې ټپیان شوی وینه ورکړه ده. آغلې عثمان زیاتوی، افغان امنیتی ځواکونه د ولس او هیواد د ساتنې لپاره خپل ژوند قربانوی او د هغوی دغې قربانۍ او سرښیندنې ته د درناوی په توګه دوی دغه کمپاین ته مخه کړې ده. The post د افغانستان د خلکو محور د یو جوړه شوی کمپاین په ترڅ کې زرګونه سی سی وینه افغان امنیتی ځواکونو ته را ټوله کړه appeared first on رصد خبری آژانس.

اصلي اړیکې: http://www.rasad.af/pa/1396/06/23/afghanistan-ansf-blood-compagne/

د اصلي پاڼې خلاصول

رصد خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading