بازتاب نیوز

ولسمشر غنی په یو ورځنی سفر ترکمنستان ته لاړ

٢٦ وږی ١٣٩٦ رصد خبری آژانس

رصد خبری اژانس: ولسمشر محمد اشرف غنی د دولتی پلاوی په مشرۍ په یو ورځنی سفر نن سهار د ترکمنستان پلازمېنې  عشق اباد ته روان شو. د ارګ ولسمشرۍ ماڼی رسنیو دفتر اعلام کړی: «د هېواد جمهور رییس به  په دې سفر کې د ترکمنستان جمهور رییس قربانقلی بردی محمدوف او د تاجیکستان جمهور رییس امام علی رحمان سره پر جلا کتنو سربېره د اسیایی لوبو د رسمی پرانیستې مراسمو کې هم  ګډون وکړی». د ارګ ولسمشرۍ ماڼی رسنیو دفتر خبرپاڼه زیاتوی، جمهور رییس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی، د ملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمی، د زیربناو په چارو کې د جمهور رییس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومی، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهور رییس ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر، په سوداګریزو چارو کې د جمهور رییس سلاکار سیروس علاف او د جمهوری ریاست دفتر د ستراتیژیکو چارو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوری هم ملتیا کوی. ویل کیږی ولسمشر غنی له دی سفر وروسته د ملګرو ملتونو کلنۍ ناستی د ګډون په موخه امریکی ته لاړ شی. The post ولسمشر غنی په یو ورځنی سفر ترکمنستان ته لاړ appeared first on رصد خبری آژانس.

اصلي اړیکې: http://www.rasad.af/pa/1396/06/26/president-ghani-tripe-on-eshq-aban-in-turkmenistan/

د اصلي پاڼې خلاصول

رصد خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading