بازتاب نیوز

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست سلګونه غیرراجستر شوی سیم کارتونه راټول کړل

٢٦ وږی ١٣٩٦ رصد خبری آژانس

رصد خبری اژانس: د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست په مشرۍ کې یو جوړه شوی کمیسیون، سلګونه غیرراجستر شوی سیم کارتونه  راټول شوی کړی دی. د ننګرهار والی رسنیو دفتر نڼ یکشنبی ورځ  د وږی ۲۶ مه په یو خبرپاڼه د عبدالرازق ثاقب د دی ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوۍ لیکلی دی: «د ننګرهار والی په لارښوونه  یې د ولایت مقام، امنې قومندانۍ، ملی امنیت  او څارنوالۍ ادارو  د استازو په ګډون ټاکل شوی کمیسون په  جلال اباد ښآر کې سلګونه  غیرراجستر شوی سیم کارتونه نیولی». د شاغلی ثاقب په وینا، دغیرراجستر سیمکارتونو  پلورل  د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ  په برخه کې د شته مقررې له مخې غیر قانونی او پلورونکی یې متخلف ګڼل کیږی چې د بند سربیره د نغدی جریمې مستحق ګڼل کیږی. د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر خبرپاڼه زیاتوی چې د جلال اباد ښآر اوسیدونکی یاده کړنه ستایی او له مسولینو غوښتنه کوی چې پدې برخه کې د مخابراتی شبکو په ګډون سره دې چارې ته د  تل  له پاره د پای ټکې کیږدی. په هېواد کې د غیرراجستر سیمکارتونه استفادی او خرڅول لویه ستونزه ګنل کیږی. The post د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست سلګونه غیرراجستر شوی سیم کارتونه راټول کړل appeared first on رصد خبری آژانس.

اصلي اړیکې: http://www.rasad.af/pa/1396/06/26/nangarhar-jalalabad-simcarts/

د اصلي پاڼې خلاصول

رصد خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading