بازتاب نیوز

طالبان او غیرمسول ټوپکوال په تخار کې له کروندګرو عشر ټولوي

٢٣ غبرګولی ١٣٩٧ سلام وطندار

د تخار خواجه‌غار، دشت‌کلا، خواجه‌بهاوالدین، ینگي‌کلا او درقد ولسوالۍ پراخې کرنیزې ځمکې لري چې په همدې دلیل طالبانو پورې تړلي کسان هر کال هڅه کوي د محصولاتو راټولولو پر مهال دغو ولسوالیو کې تر خپل کنټرول لاندې سیمې پراخه او عشر راټول کړي.

د طالبانو ترڅنګ غیرمسول ټوپکوال هم له خلکو عشر ټولوي.

د شت‌کلا او خواجه‌بهاوالدین ولسوالیو یو شمېر کروندګر سلام‌وطندار ته وايي، هغوی اړ دي له خپلو محصولاتو دوه ځلې عشر ورکړي.

د دشت‌کلا اوسېدونکي نورالله او د خواجه‌بهاوالدین واسېدونکي حکیم وايي، یو ځل طالبان او بیا هم غیرمسول ټوپکوال د دوی له محصولاتو عشر اخلي. دوی وایي کروندګر غریب څه لري چې له هغې لا دوه ځلې عشر ورکړي.

د خواجه‌بهاوالدین ولسوالۍ کروندګر وايي، طالبانو د کفترعلي کانال ـ چې دې ولسوالۍ کې سلګونه جریبه ځمکه خړوبوي ـ له تېرو درېیوو ورځو راهیسې بند کړی‌دی.

ولسي پاڅونوال بیا وايي، حکومت دغو ولسوالیو کې د طالبانو پر وړاندې د جګړې په موخه رامنځته کړي چې د کروندګرو له محصولاتو عشر ټولوي.

د ولسي پاڅونوالو یو قوماندان ملک تاتار سلام‌وطندار ته وویل، دوی د طالبانو پر وړاندې د جګړې جبهې پیاوړي کولو په موخه له خلکو عشر راټولوي.

د ده په خبره، د ۱۰۰۰ منو غنو پر سر باید ۱۰۰ منه عشر واخلي؛ خو دوی ترې یوازې ۱۰ منه غنم اخلي.

د تخار امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، کروندګرو تر اوسه پورې د غیرمسولو وسله‌والو له لوري د عشر راټولولو په اړه دوی ته شکایت نه‌دی کړی.

د قوماندان طاهر په نامه یو غیرمسوول ټوپکوال په سیمه کې فعالیت کوي چې دوې ورځې مخکې یې په خواجه‌غار ولسوالۍ کې په دوو کروندګرو د عشر نه ورکولو له امله ډزې وکړې چې یو یې ساه ورکړه او بل یې هم ټپي شو.

پولیسو هم تراوسه پورې د پېښې عاملان نه‌دي نیولي.

اصلي اړیکې: http://salamwatandar.com/Pashto/article.aspx?a=40332

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading