بازتاب نیوز

د زندان نړۍ؛ ۳۰۰ افغان ماشومان چې بې ګناه بندیان دي

٢٣ غبرګولی ١٣٩٧ بی بی سی

Image caption

ارشیف سره له دې چې زندان کې د ماشومانو ساتل قانوني دي، خو تر ډیره ناچاري ګڼل کیږي.

د افغانستان د ښځو په زندانونو کې ۳۰۰ هغه ماشومان هم د بند شپې تېروي چې اصلا یې میندې د جرمونو له امله پر زندان محکومې شوې دي.

میندې یې وایي، د ژوند د اړینو اسانتیاوو د نشتوالي ترڅنګ د زندان چاپیریال یې د ماشومان پر ذهنونو هم منفي اغیز کړی دی.درې کلنه تبسم له څه کم درېوو کلونو له خپلې مور سره په زندان کې اوسي. هغه دوه میاشتینۍ وه چې له مور سره یې زندان ته راغله او بیا یې نه له زندانه بهر نړۍ لیدلې او نه یې هم د کورنۍ غړي.

مور یې وايي، تبسم اوس پوهېږي چې د زندان تر کوچنۍ نړۍ بهر لویه نړۍ هم شته او پوښتنه کوي چې کله به له دې ځایه وځو: " پوهېږي چې زندان کې یو، تل راته وايي کله کور ته ځو. د شپې تر ناوخته ویښه وي، ډوډۍ ښه نه ده، هغوی چې خپلوان لري، یو څه ورته راوړي، خو موږ هغه هم نه لرو."مور یې د وژنې په تور په ۱۶ کاله بند محکومه شوې چې د هغې په خبره، کورنۍ یې هم ترې مخ اړولی دی. * څرخي پله زندان کې ۲۳۰ کسان په دماغي تبرکلوز اخته دي * افغان زندانونه؛ بندیان ډېر ځای او اسانتیاوې کمې* پولیس افسره چې مذهبي مشر یې زندان ته ورساوهاړتیا که ناچاري سره له دې چې زندان کې د ماشومانو ساتل قانوني دي، خو تر ډیره ناچاري ګڼل کیږي. زندانونو کې میندې تر اوو کلونو خپل خواړه او نور اړتیا وړ توکي له خپلو ماشومانو سره وېشلی شي، خو وروسته له هغې که وغواړي ښوونځي یا روزنتون ته یې لیږلی شي.یو شمېر بندۍ میندې وایي، په زندان کې ور سره د ماشومانو شتون یې له دې امله ښه دی چې په کور کې ور سره تاوتریخولی کېږي، خو په ورته وخت کې ور سره دا اندېښنه شته چې د هغو مجرمانو منځ کې ژوند چې د وژنو، قاچاق، بدلمنۍ او غلاوو تجربه لري، د دوی د ماشومانو پر ژوند او راتلونکي منفي اغېز لري.د کابل په ښځو زندان کې یوه بندۍ مور یې په اړه بي بي سي ته وویل: " کوچنۍ لور مې څلور کلنه ده. وايي محکمې ته به ځو او دوه کاله بند راکوي. له ورایه پوهېږم چې دا خبرې یې پر ذهن ښه اغېز نه کوي."

Image caption

د کابل د زندانونو او توقیف خونو مدیره رحیمه یوسفي وایي، په زندان کې ساتل کېدونکو ماشومانو ته خواړه او نورې اسانتیاوې د دوی د میندو له برخې ور کول کېږي.

د ماشوم پر ژړا نیوکې او لانجې یو نیم کلنه اسما، بله ماشومه ده چې په زندان کې زېږېدلې او همدلته له خپلې مور نبیلې سره اوسېږي. مور یې د جنايي جرم له امله په پنځه کاله بند محکومه شوې ده. اسما ته خپل پلار، چې کله کله یې لیدو ته راځي، پردی دی، خو له زندانیانو سره بلده شوې ده .مور یې وایي، د لور لومړۍ کلیزه یې په زندان کې ولمانځله خو هیله منه ده چې دویمه کلیزه یې کور کې ولمانځي. اوس اسما د زندان له ډوډۍ سره عادت شوې، خو مور یې وایي هیله لري دا او ماشومه لور یې د زندان دغه ورځې هېرې کړي: "لور مې لویېږي او باید پوه نه شي چې موږ زندان کې اوسو، که لویه شي، نو بیا به وايي چې زه زندان کې پیدا شوې یم، ته څنګه مور یې؟"نبیله یو زوی هم لري چې په کور کې یې له مېړه سره اوسیږي، خو په زندان کې یې د ماشومې له پاللو ترخې خاطرې لري. هغه وايي، چې لور به یې وږې وه او ژړل به یې، نو نورې زندانۍ ښځې به ورته غوسه کېدې. د هغې په خبره، کله به له ناچارۍ له نورو سره په لانجه شوه، خو کله به یې له مجبورۍ څو ساعتونه په یخو دهلېزونو کې تېرول چې لور یې ویده شي.

Image caption

د زندانونو د ریاست د چارواکو په خبره، د پلازمېنې کابل پر تله په نورو زندانونو کې وضعیت لا خراب دی.

مور او ماشوم دوه، خو برخه یې یوهکابل کې د زندانونو د ریاست په وینا په ټول افغانستان کې له ۳۰۰ ډېر ماشومانو له خپلو میندو سره یو ځای اوسېږي چې شاوخوا ۶۰ په کابل کې له خپلو میندو سره په زندان کې اوسي. د زندانونو د ریاست د چارواکو په خبره، د پلازمېنې کابل پر تله په نورو زندانونو کې وضعیت لا خراب دی. د کابل د زندانونو او توقیف خونو مدیره رحیمه یوسفي وایي، په زندان کې ساتل کېدونکو ماشومانو ته خواړه او نورې اسانتیاوې د دوی د میندو له برخې ور کول کېږي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-44468945

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading