بازتاب نیوز

په ننګرهار کې د چاودنې په ترڅ کې یو ماشوم وژل شوی

٢٣ غبرګولی ١٣٩٧ طلوع نیوز

د ننګرهار ځايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۳ مه) وویل چې په جلال اباد ښار کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې په ترڅ کې یو ماشوم وژل شوی دی.

د دغه ولایت د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د دغې پېښې له پخلي سره ویلي چې دغه چاودنه د یوه ځای پر ځای شوي ماین له امله وه چې د جلال اباد په ښار کې رامنځته شوې ده.

هغه په دې اړه وویل:«نن ګهیځ په ۵۵:۰۵ دقیقو د جلال اباد ښار د دویمې حوزې په اړوند سیمه کوچي بازار کې یو ماین د اکرام الله د هټۍ په مخ کې ځای پرځای شوی وه چې د دغه ماین چاودنې په ترڅ کې، یو ۱۱ کلن ماشوم وژل شوی او د سوداګر اکرام‎الله په ګډون ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.»

هغه زیاته کړه د پېښې د ټپيانو په منځ کې څلور ماشومان هم شامل دي.

د ښاغلي خوږیاڼي په وینا، ټپيان حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%D9%BE%D9%87-%D9%86%D9%86%DA%AB%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B1-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%DA%86%D8%A7%D9%88%D8%AF%D9%86%DB%90-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%D8%B1%DA%85-%DA%A9%DB%90-%DB%8C%D9%88-%D9%85%D8%A7%D8%B4%D9%88%D9%85-%D9%88%DA%98%D9%84-%D8%B4%D9%88%DB%8C

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading