بازتاب نیوز

د خبرو اترو له لارې د افغانستان کړکېچ د حل لپاره هبت الله ټینګار

٢٣ غبرګولی ١٣٩٧ طلوع نیوز

د طالبانو مشر ملا هبت الله د خبرو اترو له لارې د افغانستان د کړګېچ پر حل ټینګار کوي.

هغه په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې د دغې ډلې مبارزه په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د حضور پای دی.

ملاهبت‎الله همدارنګه زیاتوي چې د اوسني کړکېچ د حل یوازینۍ حل لاره دا ده ترڅو امریکايي ځواکونه او د هغه په وینا ښکېلاک ګر له افغانستان څخه بهر شي او خپلواکه افغان شموله اسلامي نظام واکمن شي.

هغه همدارنګه وايي چې طالبانو د تفاهم او مذاکراتو دروازې هم پرانیستې دي چې د دوی سیاسي دفتر په دې اړه د یوازینۍ مرجع په توګه فعالیت لري.

د طالبانو د مشر په وینا، که‎چېرې امریکايي چارواکي د افغانستان د پېښې په سوله‎ییز حل باور لري، نو باید په نېغه توګه د خبرو اترو مېز ته دې حاضر شي او کړکېچ دې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%D8%AF-%D8%AE%D8%A8%D8%B1%D9%88-%D8%A7%D8%AA%D8%B1%D9%88-%D9%84%D9%87-%D9%84%D8%A7%D8%B1%DB%90-%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%DA%A9%DA%93%DA%A9%DB%90%DA%86-%D8%AF-%D8%AD%D9%84-%D9%84%D9%BE%D8%A7%D8%B1%D9%87-%D9%87%D8%A8%D8%AA-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D9%BC%DB%8C%D9%86%DA%AB%D8%A7%D8%B1

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading