بازتاب نیوز

صیاد: د ولایتونو سیمه ییز چارواکي د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه کوي

٢٣ غبرګولی ١٣٩٧ پژواک خبري اژانس

کابل (پژواک، ۲۳غبرګولی ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د اندېښنې په څرګندولوسره وايي چې د ولایتونو ځینې والیان او امنیه قوماندانان، د ټاکنو په بهیر کې مداخله کوي او دا موضوع له حکومت سره شریکه شوې څو یې مخنیوی وشي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رييس عبدالبدیع صیاد چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولي، وویل چې ځینې والیان، امنیه قوماندانان او ولسوالان د نوم لیکنې بهیر کې یا همکاري نه کوي او یا هم لاسوهنه کوي.

نوموړي د ټاکنو په چارو کې د بېلګې په توګه د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق لاسوهنه یاده کړه او ویې ویل: (( جنرال رازق له ځینو احتمالي نوماندانو سره په کندهار کې سلیقوي چلند کوي او ځینې نوماندانو ته ستونزې جوړوي.))

هغه په ډاګه کړه چې له همدې امله، نوماندان په دې نه توانېدل چې خپل اسناد د کمېسیون له خوا تر ټاکل شوې نېټې پورې کمېسیون ته وسپاري او نوم لیکنه وکړي.

هغه وویل چې دا موضوع یې څو ځله له حکومتي چارواکو سره شریکه کړې ده؛ څو یې مخنیوی وکړي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اصلي اړیکې: https://www.pajhwok.com/en/node/516906

د اصلي پاڼې خلاصول

پژواک خبري اژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading