بازتاب نیوز

صیاد: له وخته مخکې ټاکنیزې مبارزې جرم دی

٢٣ غبرګولی ١٣٩٧ سلام وطندار

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولانو نن په کابل کې د خبري غونډې پرمهال اعلان وکړ چې د ټاکنو مهالوېش پر بنسټ، پرون له غزني ولایت پرته په ټول هېواد کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د  نوماندۍ له‌پاره د نوم‌لیکنې پړاو پای ته ورسېد.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي چې یو زرو ۹۸۱ نرینه‌وو او ۳۸۱ ښځینه‌وو ولسي جرګې ته او ۸۵۱ نرینه‌وو او ۲۰۷ ښځینه‌وو د ولسوالیو شوراګانو ته ځانونه نوماند کړي‌دي.

د ولسي جرګې او ولایتي شورا نوماندانو وروستۍ نوملړ به د ټاکنو خپلواک کمېسیون له‌خوا د نوماندانو د سندونو څېړلو وروسته د چنګاښ په ۷ مې نېټې اعلان شي.

د ښاغلي صیا په وینا، د امنیت نه‌شتوالي، فرهنګي ستونزو، د دولسم ټولګي فراغت سندونه نه‌لرل او د ټاکنو په قانون کې د ولسوالیو شوراګانو غړیو ته د امتیازاتو د نه‌شتوالي اله امله ډېرو لږو کسانو ځانونه د دغو شوراګانو غړیتوب ته نوماند کړي‌دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس زیاتوي، مخکې له وخته د نوماندانو ټاکنیزې مبارزې جرم دی او ښايې چې د نوماندانو پر نوماندۍ منفي اغېز وکړي.

دا داسې مهال دی چې مخکې تر دې ولسي جرګې ته ځېنو احتمالي نوماندانو په ټولنیزو شبکو کې د تبلیغاتي غونډو حال خپور کړی‌وی.

اصلي اړیکې: http://salamwatandar.com/Pashto/article.aspx?a=40339

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading