بازتاب نیوز

د هلمند د سولې کاروان وردګو ولایت  ته ورسېدل

٢٣ غبرګولی ١٣٩٧ طلوع نیوز

د هلمند د سولې کاروان د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۳ مه) د وردګو ولایت د سالار بازار ته راورسېد.

ټاکل شوې ده چې د دغه کاروان غړي به نن شپه په دغه بازار کې وي او سبا به د کابل په لوري حرکت وکړي.

د هلمند د سولې کاروان غړي یوه میاشت وړاندې د هلمند له مرکز لښکر ګاه څخه پلی تګ پیل او له ارزګان، کندهار، غزني او وردګو ولایتونو څخه تیز او ځانونه کابل ته رسوي.

دغه کاروان دم‎ګړۍ د وردوګ ولایت سالارو بازار ته رسېدلي دي. او هوډ لري چې سبا ځان کابل ته ورسوي.

د دوی غوښتنه سوله او اوږد مهاله اوربند دی.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%D8%AF-%D9%87%D9%84%D9%85%D9%86%D8%AF-%D8%AF-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%DA%A9%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D9%88%D8%B1%D8%AF%DA%AB%D9%88-%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA-%C2%A0%D8%AA%D9%87-%D9%88%D8%B1%D8%B3%DB%90%D8%AF%D9%84

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading