بازتاب نیوز

امنیتي ځواکونه په ټول هیواد کې د اختر ورځو د امنیت د ټینګښت لپاره د تیارسۍ په حال کې دي

٢٣ غبرګولی ١٣٩٧ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: کورنیو چارو وزارت په ټول هیواد کې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، ترڅو هغه سیمې تر کلک امنیتي پوښښ لاندې راولي، چې د اختر ورځو کې تګ راټګ پرې کېږي. د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش، چې د چهارشنبې په ورځ د روان کال د غبرګولي په ۲۳مه نېټه یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته د اختر ورځو د امنیتي تدابیرو په اړه وینا کوله، زیاته کړه:" عیدګاوې، جوماتونه، لویې لارې او تفریحي مرکزونه به تر هر بل ځایه د اختر ورځو کې تر کلک امنیتي پوښښ لاندې وي او د امنیتي پلان له مخې امنیتي ځواکونو ته د احضاراتو او له خلکو سره د مرستې امر شوی دی"دانش له امنیتي ځواکونو سره د هیودوالو د همکارۍ د ټینګار ترڅنګ له کورنیو څخه وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته د پټاقیو او اور ورکوونکو موادو د کارونې اجازه ور نکړي.کورنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه رسمي اطلاعیه کې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د پټاقیو او اور ورکوونکو توکو د پیر او پلور مخنیوی وکړي او دغه ډول توکي له دکانونو څخه راټول کړي.د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، که څه هم د ځانګړو سیمو لکه تفریحي مرکزونو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر په پام کې نیول شوي خو بیا هم هیوادوال کولی شي چې د شکمنو کړنو د لیدو پر مهال په ټول هیواد کې له ۱۰۰ او ۱۱۹ شمېرو او په کابل کې په ۲۱۰۰۴۰۰ شمېرې له امنیتي ځواکونو سره په اړیکه کې شي.دانش زیاته کړه، چې د ولسمشر د لارښوونې پر اساس اوس مهال امنیتي ځواکونه له طالبانو سره د اوربند رعایتولو ته ژمن دي خو د طالبانو د سرغړونې په صورت کې هر ډول دفاع ته چمتوالی لري.###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/social/2737-2018-06-13-11-47-08

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading