بازتاب نیوز

د نړۍ زړې ونې د له‌منځه تللو په حال کې دي

٢٣ غبرګولی ١٣٩٧ سلام وطندار

د افریقا تر ټولو زړې ونې په پرله‌پسې ډول په یو بل پسې وچې شوې‌دي او پوهان فکر کوي چې اقلیمي بدلونونه به د دې پدیدې لامل شوي‌وي. په تېرو ۱۳ کالونو کې د «باوباس» په نوم ونې چې تر ۲۰۰۰ کالو پورې عمر کوي؛ مخ په وچېدو دي.

باوباس ونې چې په «وژل شوي موږک» هم مشهورې دې؛ د اوو ډبلو ساقو په لرلو او ډېر عمر په کولو سره د نړۍ ممتازه ونه ګڼل کېږي.

د باوباس یوه ونه چې په تنه کې یې کوچنی رستورانت جوړ شوی‌دید ادرین پترت په نوم د کیمیاوي او معدني موادو یو محقق او پروفیسور د دې ونو په اړه څېړنې کړي او ویلي یې دي، له ۲۰۰۵ کال راهیسې تر اوسه له ۱۳ باوباس ونو نه ۹ هغه وچې شوې‌دي. ښاغلی پترت زیاتوي، د دې ونو د وچېدلو عمده علتونه اقلیمي بدلونونه او د دې ونو غټوالی دی.

پروفیسور ادرین پترت دا هم وویل چې د اقلیمي بدلون له امله د مرکزي بوتسوانای په باباب چپمن سیمه کې د باوباس له ۸۰۰ کلونو نه تر ۱۴۰۰ کلونو پورې پخوانۍ ونې وچې شوې‌دي.

 

اصلي اړیکې: http://salamwatandar.com/Pashto/article.aspx?a=40347

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading