بازتاب نیوز

د ښارجوړولو وزیر او معینانو یې په یو ځای له دندو استعفا وکړه

٢٣ غبرګولی ١٣٩٧ سلام وطندار

د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري نن ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې دی له څه مودې راهیسې ناروغ دی او اوږدمهاله درملنې ته اړتیا لري، نو ځکه یې ولسمشر ته استعفا وړاندې کړې ده او منل شوې ده.

ښاغلي نادري زیاته کړه د ده ترڅنګ د وزارت درېیو نورو معینانو چې یو یې د ماسټرۍ پراګرام ته روان دی، دوه نور هغه یې د ناروغۍ له امله استعفا ګانې کړي او یو معین هم تقاعد ته برابر دی چې ټول په یو ځای له دندو ګوښه او پرځای یې نور کسان غوره شوي دي. 

سید سعادت منصور نادري وویل، چې انجینیر روشان ولس‌مل د ښارجوړولو وزارت سرپرست او معین، سیدنسیم خلیق د تخنیکي معین، عزیزاحمد ګلستانی د مسکن معین او محمد همایون فیض د تصدیو او پالیسي معین په توګه غوره شوي دي.

په همدې حال کې د ښارجوړولو وزارت د پخوانیو معینانو په استازولۍ امرالدین سالک خبري غونډې ته وویل چې ډېر کلونه یې په دغه وزارت کې یې دنده ترسره کړې او نور بسنه کوي باید پرځای یې نوي ځوان کادرونه وټاکل شي.

خبري غونډې کې د ښارجوړولو سرپرست او معین روشان ولس‌مل د پخواني وزیر او معینانو کار کړنې وستایلې زیاته یې کړه، په دغه وزارت کې به پخواني کارونه بشپړ او نوي کارونه به پیل کړي.

سید سعادت منصور نادري څه دپاسه درې کاله د ښارجوړولو وزیر په توګه دنده مخته یووړه، د ده د کار په موده کې د کور جوړولو تصدی بېرته فعاله او د یوشمېر ښارګوټو کارونه چې په ټپه ولاړ وو بېرته پیل شول.

په همدې موده کې د دغه وزارت ځینې رییسان د فساد په تور بندیان هم شول.

اصلي اړیکې: http://salamwatandar.com/Pashto/article.aspx?a=40346

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading