بازتاب نیوز

د ډزو له کبله د ۵۹ کسانو مرګ ژوبله

٢٣ غبرګولی ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

د یورپوټ له مخې په امريکه کښې د وسله والو تاوتريخوالو د شمېرنې د ثبتولو مرکزدآمارپه اساس په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د امريکې په مختلفو ايالتونو کښې د ډزو په يو شپېتو واقعاتو کښې لږ تر لږه ۲۲ تنه مړۀ او ۳۷ نور ژوبل شوي دي.

د دغه رپوټ له مخې په تېرو اوۀ څلوېښتو ګېنټو کښې د امريکې په مختلفو ايالتونو کښې د ډزو۱۹۱ واقعات رامنځته شوي دي چې په نتيجه کښې يې ۷۳ تنه مړۀ او ۱۶۳ تنه نور زخمي شوي دي.

د امريکې په مختلفو سيمو کښې د تاودو وسلو په ډزو سره هر کال په زرګونو تنه مړۀ او يا ژوبل کيږي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/world/%D8%AF-%DA%89%D8%B2%D9%88-%D9%84%D9%87-%DA%A9%D8%A8%D9%84%D9%87-%D8%AF-59-%DA%A9%D8%B3%D8%A7%D9%86%D9%88-%D9%85%D8%B1%DA%AB-%DA%98%D9%88%D8%A8%D9%84%D9%87/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading