بازتاب نیوز

د اختر ورځو د امنیت ټینګښت لپاره د دولتي ځواکونو ځانګړې تابیاوې

٢٣ غبرګولی ١٣٩٧ طلوع نیوز

د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۳ مه) د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت د ټینګښت په اړه له ځانګړو تابیاوو څخه خبر ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، وايي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ټولو امنیتي ځواکونو ته د تیارسی حکم ورکړل شوی ترڅو وکړای شي ترڅو وکړای شي د اختر په ورځو کې د هر ډول ویجاړونکي فعالیت مخه ونیسي.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې په ټول هېواد کې پلورونکي دې د «پټاقیو» او یا نورو توکو له پلور څخه ډډه وکړي چې د خلکو د اندېښنې لامل کېږي، که‎چېرې څوک سرغړونه وکړي، د پولیسو له خوا به ونیول شي.

هغه له خلکو هم وغوښتل ترڅو د امنیت په تامین کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%D8%AF-%D8%A7%D8%AE%D8%AA%D8%B1-%D9%88%D8%B1%DA%81%D9%88-%D8%AF-%D8%A7%D9%85%D9%86%DB%8C%D8%AA-%D9%BC%DB%8C%D9%86%DA%AB%DA%9A%D8%AA-%D9%84%D9%BE%D8%A7%D8%B1%D9%87-%D8%AF-%D8%AF%D9%88%D9%84%D8%AA%D9%8A-%DA%81%D9%88%D8%A7%DA%A9%D9%88%D9%86%D9%88-%DA%81%D8%A7%D9%86%DA%AB%DA%93%DB%90-%D8%AA%D8%A7%D8%A8%DB%8C%D8%A7%D9%88%DB%90

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading