بازتاب نیوز

لښکرګاه کې چاودنې دوه تنه وژل شوي او ۷ نور یې ټپیان کړي

٢٣ غبرګولی ١٣٩٧ پژواک خبري اژانس

لښکرګاه (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۷) : د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې دماین د چاودنې له امله دوه پولیس وژل شوي او اوه ملکیان ټپیان دی.

د والي ویاند عمر خواک پژواک ته وویل، چې چاودنه ددویمې حوزې د پولیسو پر رنجر موټر شوې چې له امله یې دوه پولیس وژل شوی او شپږ ملکیان ټپیان شوي دي.

خو دایمرجنسي روغتون سرچینې وایي، چې دوی ته اوه ټپیان راوړل شوي دي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

ددې چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

اصلي اړیکې: https://www.pajhwok.com/en/node/516928

د اصلي پاڼې خلاصول

پژواک خبري اژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading