بازتاب نیوز

د خپل منځي اختلافاتو له امله د یوې میرمنې په ګډون ۴ تنه ووژل شول او درې نور ټپیان شول .

٢٣ غبرګولی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

نګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په عزیز خیلو سیمه کې نن ماښام له روژه ماتې وروسته یو تن د خپل تره زامنو د کورنۍ د یوې میرنې په ګډون درې غړي په ډزو سره شهیدان او د یوې نجلۍ په ګډون یې درې نور ټپیان کړي دي .

د مالوماتو له مخې یاد کس چې د خپل تره زامنو د کورنۍ یادو غړو ته یې د خپل منځي اختلافاتو له امله مرګ ژوبله اړولې وه،هم د یادې کورنۍ د یو تن بل غړي له لورې په ډزو سره وژل شوی دی .

د یادې پېښې درې تنه ټپیان چې یوه په کې ماشومه نجلۍ هم ده،د سختو ټپونو له امله د جلال اباد حوزوي روغتون ته را لیږدول شوي دي .

(0)The post د خپل منځي اختلافاتو له امله د یوې میرمنې په ګډون ۴ تنه ووژل شول او درې نور ټپیان شول . appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-خپل-منځي-اختلافاتو-له-امله-د-یوې-میرمن/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading