بازتاب نیوز

د فوټبال نړیوال جام: روسیه د سعودي له ټيم سره ميدان ته ځي

٢٤ غبرګولی ١٣٩٧ دازادې اروپا راډیو

د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال په نړیوال جام سياليو کې کوربه هېواد روسیه په مسکو کې نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۴» د سعودي عربستان له ټيم سره ميدان ته ځي.

لوبه د ځايي وخت د مازيګر پر څلور بجې پيلېږي.

په همدې حال کې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۳» د فيفا په کانګرس کې رأی ورکړل شوې او نتيجه يې دا شوه چې امريکا، کاناډا او مکسيکو به د ۲۰۲۶ میلادي کال د فوټبال نړیوال جام سيالیو کوربه هېوادونه وي.

دا پنځم ځل و چې مراکش وړانديز کړی و چې غواړي د دغو سیالیو د کوربه‎توب حق ترلاسه کړي.

امريکا په ۱۹۹۴میلادي کال کې د نړیوال جام سیالیو کوربه پاتې شوی او مکسيکو هم په ۱۹۷۰ میلادي او ۱۹۸۶ میلادي کلونو کې د فوټبال نړيوال جام سيالیو کوربه وو.

کاناډا هېڅ‎کله د نارینه‎وو د فوټبال نړيوال جام سيالیو کوربه نه‎دی پاتې شوی، خو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ښځو د نړيوال جام سيالیو کوربه وو.

په زړه پورې منځ‌پانګه

ډېر لیدل شوي مطالب

۱

څېرې - دا ځل له ندیمي سره خبرې

۲

د نړۍ تر ټولو زړه ښځه، په چچنيا کې ده

۳

په فراه کې د امریکايي ځواکونو د حملې وېډيو

۴

د دې وېډیو په غږ کې څه اورئ؟

۵

په فراه ښار کې څه تیریږي

۶

وړانګه لوڼۍ څوک ده؟

۷

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

۸

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

۹

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

۱۰

د افغانستان ولسمشر د اوربند اعلان وکړ

اصلي اړیکې: https://pa.azadiradio.com/a/29289469.html

د اصلي پاڼې خلاصول

دازادې اروپا راډیو په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading