بازتاب نیوز

د فوټبال لوبې لپاره روسیې ته تلونکو مینه والو ته خبرداری!

٢٤ غبرګولی ١٣٩٧ دازادې اروپا راډیو

د امریکا او بریتانیا استخباراتي چارواکو د فوټبال هغو مینه والو ته چې د فوټبال د نړیوال جام لوبو لپاره روسیې ته ځي خبرداری ورکړی چې ممکن موبایل ټیلیفونونه او کمپیوټرونه یې د انټرنیټ یا سایبري جاسوسي ادارو له خوا هک شي.

د امریکا د استخباراتو د مخنیوي او امنیتي مرکز مشر «ویلیام ایوانینه» William Evanina د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۳» وویل چې په روسیه کې به حتی هغه خلک چې ګومان کوي مهم نه دي، د هککرانو له خوا په نښه شي.

هغه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې هر هغه څوک چې د نړیوال جام لوبو د لیدو لپاره روسیې ته ځي، باید د سایبري حملو د خطرونو په وړاندې بیداره اوسي.

رویټرز اژانس د یوه امریکایي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی ښودل شوی ویلي چې د بریتانیا امنیتي ادارو هم خپلو وګړو او ملي ټیم ته چې په دې جام کې شامل دی او هغه نن پیلېږي، ورته خبرداری ورکړی دی.

په زړه پورې منځ‌پانګه

ډېر لیدل شوي مطالب

۱

څېرې - دا ځل له ندیمي سره خبرې

۲

د نړۍ تر ټولو زړه ښځه، په چچنيا کې ده

۳

په فراه کې د امریکايي ځواکونو د حملې وېډيو

۴

د دې وېډیو په غږ کې څه اورئ؟

۵

په فراه ښار کې څه تیریږي

۶

وړانګه لوڼۍ څوک ده؟

۷

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

۸

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

۹

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

۱۰

د افغانستان ولسمشر د اوربند اعلان وکړ

اصلي اړیکې: https://pa.azadiradio.com/a/29289526.html

د اصلي پاڼې خلاصول

دازادې اروپا راډیو په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading