بازتاب نیوز

لنډمهالی اوربند وغځوئ

٢٤ غبرګولی ١٣٩٧ بی بی سی

د انځور حقوق

FB: Attaullah Khogyani

د افغانستان افغانستان ختیځ ننګرهار په مرکز جلال اباد پښتونستان واټ کې لسګونه مېرمنو د شپې په مخه راټولېدو او پلي تګ سره د افغان حکومت له لوري د وسله والو طالبانو سره د لنډ مهال اوربند هرکلی وکړ او غوښتنې یې دا وې چې دا لنډمهاله اوربند دې وغځېږي.

د انځور حقوق

FB: Attaullah Khogyani

دې مېرمنو چې شمېر يې شلو اوښته، په کې د دې ښار مدني فعالانې او د جګړو د قربانيانو د کورنيو غړې په کې وې سولې رنګ ټيکري په سر کړي وو، له مخابراتو څلور لارې تر پښتونستان واټ پلي ولاړې او د جګړې د دريدو غوښتنې لرلې.

د انځور حقوق

FB: Attaullah Khogyani

یادو مېرمنو د سولې، امن اوربند او ځینو نورو موضوعاتو اړوند لیکلي شعارونه له ځان سره لېږدول.

د انځور حقوق

FB: Attaullah Khogyani

دوی د غاړو د سولې رنګ ټیکري او په لاسونو کې د اوربند هرکلي، جګړې درېدو، اوږد مهال اوربند او له جګړو د ستړې کېدو او د سولې د ارمانونو د لرلو پېغامونه له ځانه سره لېږدول.

د انځور حقوق

FB: Attaullah Khogyani

په دې ښار کې دا لومړي ځل دی چې د شپې په تياره کې مېرمنې سړکونو ته راوځي او بیا د لنډمهالې روغې جوړې د تلپاتي کېدو غوښتنې او ملاتړ کوي .

د انځور حقوق

FB: Attaullah Khogyani

د مېرمنو د یاد لاریون تنظیموونکې حسنا احمدزۍ وویل، د دې لاریون څخه یې موخه له ټولو ښکېلو خواوو څخه جګړې ته د پای ټکي اېښودو غوښتنه ده .

د انځور حقوق

FB: Attaullah Khogyani

اغلې احمدزۍ وویل، ټولې مېرمنې او خویندې د افغان وسله والو طالبانو له لورې د درې ورځني او د حکومت له لورې د اووه ورځني اوربند اعلان خوشحاله کړي، خو پر دواړو لورو غږ کوي، چې د دې اوربند موده دې وغځوي .

د انځور حقوق

FB: Attaullah Khogyani

دوی پر نړیوالې ټولنې هم په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-44479595

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading