بازتاب نیوز

لویه څارنوالي: د ټاکنیزو جرمونو په تور مو ۵۸ کسان نیولي

٢٤ غبرګولی ١٣٩٧ بی بی سی

د انځور حقوق

Gmic

Image caption

ښاغلي رسولي وویل، تر اوسه د ټاکنیزو جرمونو په تور ۵۸ کسان نیول شوي

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، د جعلي پېژندپاڼو د پېر او پلور په تور یې لسګونه کسان نیولي. د لویې څارنوالۍ ویاند وايي، د جعلي تذکرو او د ټاکنیزو ټاپو د غلا په تور له دوی سره ۲۴ دوسیې ثبت شوې دي.

جمشید رسولي خبریالانو ته وویل، د دغو دوسیو اړوند ۵۸ تورن کسان دوی نیولي دي. په افغانستان کې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه د غبرګولي پر ۲۲مه د ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې پای ته ورسېده. په پام کې ده چې پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې، چې د راتلونکې تلې په وروستیو کې ترسره کېږي، رای ورکوونکي له هغو تذکرو په ګټې اخیستو رایه ورکړي چې ټاکنیزو مرکزونو سټیکر پرې لګولي دي.

د نوم لیکنې په ورځو کې د جعلي تذکرو د پېر خبرونه خپاره شوي، چې بالاخره لویې څارنوالۍ اوس د ارزول شویو شکایتونو رپوټ اعلان کړ. ښاغلي رسولي وویل، په نیول شویو کې داسې کسان هم شته چې غوښتل یې جعلي تذکرې ثبت کړي او په ټاکنو کې ګټه ترې واخلي. د نوموړي په وینا، په تورنو کې د وګړو د ثبت ادارې کارکوونکي هم شته چې په لوی لاس یې غوښتل تذکرو کې جعل وکړي. "ولسمشریزې ټاکنې به له اساسي قانون سره سمې یو کال وروسته کېږي"تخار کې د پېژندپاڼو لس زره غوښتنليکونه باطل اعلان شويدا پېښې تر ډېره په لغمان، ننګرهار، هرات، کندوز، کندهار، فاریاب، سرپل، پروان، خوست، پکتیا، بادغیس او کابل ولایتونو کې رامنځ ته شوې دي. د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ټاکنیزې سرغړونې به د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمیسیون له خوا ارزول کېږي. که تورن مجرم وپېژندل شول، قضیې به یې څارنوالۍ او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

د انځور حقوق

Getty Images

Image caption

د افغانستان پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د راتلونکې تلې میاشتې پر ۲۸مه ترسره کېږي.

راتلونکو ټاکنو ته تر اوسه څه باندې شپږ میلیون رای ورکوونکو او تر پنځو زرو ډېرو احتمالي نوماندانو نوملیکنه کړې ده. د افغانستان پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د راتلونکې تلې میاشتې پر ۲۸مه ترسره کېږي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-44479598

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading