بازتاب نیوز

ننګرهار کې چاودنې د ټاکنو کمیسیون کار کوونکی او د سیمه ییزو پولیسو قوماندان ووژل

٢٤ غبرګولی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

په ننګرهار کې چاودنې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان او د ټاکنو کمېسیون یو کارکونکی وژلي دي.

یوې باوري سرچینې  وویل چې چاودنه نن سهار د روداتو ولسوالۍ په سیو کنډو سیمه کې شوې ده .

سرچینه وایي، په چاودنه کې د روداتو ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومادان امان الله او د ټاکنو کمېسیون کارکونکی ذبیح الله وژل شوي دي.

سرچینه وایي، په چاودنه کې څلور پولیس ټپيان شوي دي.

تراوسه د چاودنې مسؤولیت چا نه دی منلی.

(0)The post ننګرهار کې چاودنې د ټاکنو کمیسیون کار کوونکی او د سیمه ییزو پولیسو قوماندان ووژل appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ننګرهار-کې-چاودنې-د-ټاکنو-کمیسیون-کار-ک/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading