بازتاب نیوز

د کورنيو چارو وزارت د اختر په ورځو کې د کلکو امنيتي تدابيرو خبر ورکړ

٢٤ غبرګولی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د کورنيو چارو وزارت د وسله والو طالبانو له خوا د شوي اوربند د هرکلي تر څنګ د اختر په ورځو کې د هېوادوالو د امنيت د خونديتوب لپاره د کلکو امنيتي تدابيرو خبر ورکړ.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې پوليس له نورو امنيتي ادارو سره په همغږۍ د هېوادوالو د امنيت د خونديتوب په موخه په ټول هېواد کې لومړی درجه احضارات اعلان کړي ترڅو د کوچني اختر په ورځو کې کومه امنيتي پېښه رامنځته نه شي.

هغه زياته کړه، تر ډېره بريده لويې لارې، جوماتونه او تفريح ځايونه د امنيتي ځواکونو تر جدي څار لاندې دي.

ده د امنيت په ټينګښت کې د خلکو همکاري اړينه وبلله او له خلکو يې وغوښتل چې د شکمنو کسانو او له شکمنو کړنو سره د مخامخ کېدو په صورت کې د پوليسو له ۱۰۰ او ۱۱۹ شمېرو سره اړيکه ونيسي.

هغه له ټول هېوادوالو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې دې خپلو ماشومانو ته د پټاقيو او د لوبو وسلو د کارولو اجازه نه ورکوي.

دانش د وسله والو طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند هرکلی وکړ او ويې ويل:” موږ اعلان شوي اوربند ته ژمن يو، خو که هر کله وسله وال مخالفين له اوربنده تخلف وکړي موږ خپلو ځواکونو ته دستور ورکړی چې په ښه ډول دفاع وکړي.”

هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې د اوربند پر مهال په غزني، سرپل، فارياب او هلمند ولايتونو کې د وسله والو طالبانو په ګډون نور وسله والو مخالفو ډلو بريدونه کړي او پر وړاندې يې افغان ځواکونو هم مقاومت کړی دی.

دولت د روژې د مبارکې مياشتې له ٢٧مې د کوچني اختر تر پنځمې او طالبانو د اختر په درېيو ورځو کې اوربند اعلان کړى دى.

(0)The post د کورنيو چارو وزارت د اختر په ورځو کې د کلکو امنيتي تدابيرو خبر ورکړ appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-کورنيو-چارو-وزارت-د-اختر-په-ورځو-کې-د-ک/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading