بازتاب نیوز

په ننګرهار کې یو شمېر ښځو له ښکېلو خواوو د اوربند غزول وغوښتل

٢٤ غبرګولی ١٣٩٧ آریانا نیوز

په ننګرهار کې یو شمېر ښځو د لاریون په تر سره کولو حکومت او وسلوالو طالبانو ته پلو وغوړاوه، چې نور جنګ بس کړئ.

په تورماښام کې له مهربانۍ ډک سوله غوښتونکي ګامونه سولې ته د رسیدو په هیله واخیستل شول او د اوربند غزول یې زم زمه کړل. په دغو ښځو کې ډېرې هغه میرمنې هم لیدل کیږي، چې د روانې جګړې له کبله یې د زړه ټوټې له لاسه ورکړې دي.

د دوی غوښتنې دوه دي؛ د حکومت او طالبانو ترمنځ د شوي اوربند د مودې غزول او دوه یم دا، چې په دې موده کې دې د سولې مخامخ خبرې پيل او جګړې ته دې د پای ټکی کیدي.

د ننګرهار اوسیدونکې حسنا احمدزۍ ښکېلو اړخونو ته د سولې بلنه وړاندې کوي او وایي، چې د دواړو خواوو له اوربنده خوشحاله یو او هیله ده، چې په هېواد کې سوله او امنیت خوندي شي.     

د کور فرهنګي ټولني غړې ساجده وایي: دا لومړنی اختر دی، چې په کې اوربند اعلانیږي؛ مونږ له دواړو خواوو غواړو، چې دغه اوربند وغزوي؛ ځکه، چې دا د ټولو میندو او خویندو غوښتنه ده.     

که څه هم د کورنۍ د غړیو غم یې زړه نری کړی؛ خو وايي، د شوي اوربند له کبله اختر ته خوشحاله يو.

روانې جګړې د دې ټولنې میړني زامن دومره مجبوره کړي، چې پر تور ماښام  یې خپلو لوڼو او میرمنو ته د پلو غوړلو اجازه ورکړې ده.

د دود له مخې؛ کله، چې ښځې دوه مخالیفو ډلو ته د سولې پلو وغوړي؛ نو دواړه خواوې یو بل ته دغر هومره خبرو تېرېږي.

اوس به ولیدل شي، چې طالبان او حکومت د هېواد په لر و بر کې د نجونو، میندو او نیاګانو د سولې غږ ته څه غبرګون ښيي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/uu-uuu-115/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading