بازتاب نیوز

د سلام افغانستان رسنیزې موسېسې څېړنه: ۶۶ سلنه وطنوال به په ټاکنو کې ګډون وکړي

٢٤ غبرګولی ١٣٩٧ سلام وطندار

د سلام افغانستان رسنیزې موسېسې نن ورځ په کابل کې د خبري غونډې پرمهال په راتلونکیو ټاکنو کې د ګډون او نه ګډون په اړه د خپلې نوې څېړنې پایلې خپرې کړې.  

دا څېړنه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې ده، په ترڅ کې یې له ۵۱۶۰ کسانو (۴۴۱۶ نارینه او ۷۴۴ ښځینه) په تصادفي بڼه خبرې‌اترې او نظرونه یې پوښتل شوي دي.  

د دې څېړنې پایلې ښیي چې ۶۶ سلنو پوښتل شویو کسانو ویلي چې د ولسي‌ جرګې او ولسوالیو شوراګانو په راتلونکیو ټاکنو کې به ګډون وکړي او ۳۴ سلنو ویلي د ټاکنو صندوقونو ته به لاړ نه‌شي.

پوښتل شویو ناامنۍ، پر ټاکنیزو کمېسیونونو بې‌باوري، د ټاکنو بهیر په اړه ناخبري او د پېژندپاڼو نه درلودل په ټاکنو کې د نه ګډون لاملونه په ګوته کړي دي.

ځانګړی سیاسي خبریال او د سلام افغانستان رسنیزې موسېسې د څېړنې غړی اقبال برزګر د دې څېړنې موخه په ټاکنو کې د وطنوالو ګډون څرنګوالی معلومول؛ هغه هم د ۹۳ کال له ناندریزو ټاکنو وروسته په ګوته کوي.

ده وویل په ټاکنو کې ۶۶ سلنه وطنوالو ګډون، حکومت او د ټاکنو کمېسیون ته کوم امتیاز نه ګڼل کېږي، ځکه په وینا یې هغوی د خلکو باور بېرته راګرځولو کې پاتې راغلي دي.  

د ده په ویناو ۶۲ سلنه پوښتل شویو کسان په ټاکنو کې له ګډون پرته بله لار نه‌ویني او په خبره یې دا ښیي خلک پر کمېسیون او دولت له بې‌باوري سره ـ سره، په ټاکنو کې ګډون کوي.

ښاغلی برزګر زیاتوي، که افغان حکومت پرټاکنیزو کمېسیونونو د خلکو باور راژوندی نه‌کړي، ناوړه پایلې به ولري.

د څېړنې په یوه برخه کې راغلي چې ۸۶ سلنه پوښتل شوي نارینه او ۱۴ سلنه ښځینه وو. په سلام افغانستان کې د دې څېړنې مسوول شفیق خطیبي په وینا د پوښتل شویو ترمنځ په روزګان، پکتیا او پکتیکا کې د ښځو شمېر پیکه وو او کابل، بدخشان، او هرات کې ډېرو ښځو په دې څېړنه کې برخه اخیستې ده. 

ترسره شوې څېړنه کې د پوښتل شویو کسانو عمر ته پام شوی:«۴۰ سلنه پوښتل شوي له ۱۸ -۲۴، ۳۷ سلنه له ۲۵-۳۵، ۱۳ سلنه له ۳۶- ۴۵، ۹ سلنه له ۴۶-۶۵ او ۱ سلنه له ۶۶ کالو زیات عمر لرونکي کسان وو».

د زده‌کړو له پلوه پوښتل شويو له ډلې ۳۷۷ لومړنۍ زده‌کړې، ۱۲۲۴ نالوستي، ۲۷ دینې زده‌کړې، ۱۳۲۰ له دولسم ټولګي فارغ، ۱۴ زده‌کوونکي، ۱۰۳۳ لیسانس او ۴۴ د ماستري تر کچې زده‌کړې درلودې.  

دا څېړنه داسې مهال خپرېږي چې د تېرې یک شنبې د غبرګولي ۲۲ نېټه په ښارونو کې ټاکنو ته د نوم‌لیکنې لومړی پړاو پای ته ورسېد او د ټاکنو کمېسیون غړو په وینا څه باندې ۶ میلیونه کسانو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د ګډون په موخه خپل نومونه لیکلي دي.

اصلي اړیکې: http://salamwatandar.com/Pashto/article.aspx?a=40362

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading