بازتاب نیوز

د روسیې د «لوزینکي» فوټبال لوبغالي معیارونه!

٢٤ غبرګولی ١٣٩٧ دازادې اروپا راډیو

هغه لوبغالی چې د فوټبال د نړیوال جام یوه سیالي پکې کېږي، په زړه پورې معیارونه لري.

دا معیارونه د فیفا په یوه ۲۲۵ مخیز سند کې ثبت شوي دي.

په دې لوبغالي کې شااوخوا ۸۰ زره چوکۍ شته.

سټېډیوم د نندارچیانو لپاره څلور د ننوتو او څلور د وتلو لارې لري.

د فوټبال میدان ۱۰۵ اوږدوالی او ۶۸ متره پلنوالی لري او شااوخوا یې ۱۲۵ متره په ۸۵ متره کې ټاکل شوې ده.

لوزینکي سټېډیوم

د لوبغالي چمن خورا ښه کیفیت لري ځکه چې خاوره یې ښه ده.

د چمن د اوبولو او تود ساتلو ځانګړي وسایل د دې لوبغالي بله ځانګړتیا ده.

د هر ټیم د اضافي یا بدلېدونکو لوبغاړو لپاره ۲۳ چوکۍ په پام کې نیول شوي دي.

د نندارچیانو او میدان ترمنځ واټن د ۹۰ تر ۱۹۰ مترو ترمنځ ټاکل شوی دی.

د لوبغالي په شااوخوا کې د رسنیو لپاره ځانګړی ځای او همداراز یو روغتیايي مرکز او پارکینګ هم شته.

د ټکټونو د کنټرول، تلاشۍ ځایونه او څرخنده دروازې د دې لوبغالي نور معیارونه دي.

لوزنیکي لوبغالی د ۲۰۱۸ د فوټبال د نړیوالې اتلولۍ جام د پرانیستونکې سیالۍ کوربه دی.

لوزنیکي سټېډیوم

دا سټېډیوم په ۱۹۵۶ مېلادي کال جوړ شوی او په ۱۹۸۰ کې د المپیک سیالیو یو اصلي میدان ګڼل کېده.

خو اوس بیخي بدل شوی او له سره جوړ شوی دی.

په ۱۹۹۹کال په دې لوبغالي کې د اروپا کپ پایلوبه وشوه او په ۲۰۰۸ کې د اروپا د اتلولیو جام د پایلوبې کوربه پاتې شوی دی.

په لوزنیکي لوبغالي کې ۸۱ زره نندارچیان ځاییږي.

اړوند مطالب

سبا پنجشنبه د فوټبال د ۲۰۱۸ میلادي کال د نړیوال جام سیالۍ پیلېږي

د فوټبال نړیوال جام: روسیه د سعودي له ټيم سره ميدان ته ځي

د فوټبال لوبې لپاره روسیې ته تلونکو مینه‌والو ته خبرداری!

په زړه پورې منځ‌پانګه

ډېر لیدل شوي مطالب

۱

څېرې - دا ځل له ندیمي سره خبرې

۲

د نړۍ تر ټولو زړه ښځه، په چچنيا کې ده

۳

په فراه کې د امریکايي ځواکونو د حملې وېډيو

۴

د دې وېډیو په غږ کې څه اورئ؟

۵

وړانګه لوڼۍ څوک ده؟

۶

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

۷

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

۸

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

۹

د افغانستان ولسمشر د اوربند اعلان وکړ

۱۰

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

اصلي اړیکې: https://pa.azadiradio.com/a/29290192.html

د اصلي پاڼې خلاصول

دازادې اروپا راډیو په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading