بازتاب نیوز

محمد‌علم ایزدیار: که حکومت د غبرګولي ۱۲ پېښې عاملان محاکمه نه‌کړي لاس په کار کېږو

٢٤ غبرګولی ١٣٩٧ سلام وطندار

شاوخوا یوکال مخکې د پلازمېنې کابل او شمالي ولایتونو اوسېدونکیو د ملي یووالي حکومت مشرانو او امنیتي چارواکیو پر کم‌کارۍ، ناغېړۍ او وظیفوي غفلت په اعتراض کې لاریون وکړ.

له څه مودې وروسته لاریون پر تاوتریخوالي واوښت چې د ارګ امنیتي ځواکونو د ډزو په پایله کې یوشمېر عدالت غوښتونکي ووژل شول او ټپیان شول.

اوس دا دی د دغه اعتراض وژل شویو لومړي تلین په مناسبت غونډه کې د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د شهیدانو کورنیو په استازیتوب وویل چې حکومت د غبرګولي ۱۲ مې نېټې شهیدانو دوسیې په تعقیب کې ناغېړي کړې او پر خپلې ژمنې یې عمل نه دی کړی.

ښاغلي ایزدیار خبرداری ورکړ که د رستاخیز تغییر پر معترضینو د ډزو عاملین محاکمه نه شي په خپله به د خپلو عزیزانو د وینو غچ واخلي.

د ایزدیار په وینا، لويې څارنوالۍ په شاوخوا درېیو میاشتو کې د پېښې لومړنی راپور برابر کړ خو له تعقیب يې ډډه کوي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال وايي د رستاخیز تغییر جنبش شهیدانو کورنیو غړیو غوښتنه د هغو کسانو محاکمه کول دي چې پر معترضینو يې د ډزو فرمان ورکړی و خو حکومت تراوسه دې غوښتنې ته پام نه دی کړي.

د ایزدیار په وینا، د سالم ایزدیار د جنازې مراسمو ته د درېیو ځانمرګو بریدګرو رسېدلو مسله د غبرګولي میاشتې ۱۲ مې نېټې شهیدانو د کورنیو بله غوښتنه ده.

په دې اړه مو وغوښتل د لویې څارنوالۍ نظر هم ولرو خو له پرلپسې اړیکو سره  ـ سره ځواب رانه کړل شو.

اصلي اړیکې: http://salamwatandar.com/Pashto/article.aspx?a=40366

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading