بازتاب نیوز

افغان حکومت د حزب اسلامي یو شمېر بندیان ازاد کړل

٢٤ غبرګولی ١٣٩٧ بی بی سی

د انځور حقوق

Getty Images

افغان حکومت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له بګرام او پلچرخي زندانو د حزب اسلامي نژدې دوه نیم سوه بندیان ازاد کړل.

دوه کاله مخکې د ۱۳۹۵ کال د تلې میاشتې پر لومړۍ نېټه افغان حکومت له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه چې پر بنسټ یې د دې حزب زندانیان پرته له هغو چې جنايي مجرمین وي باید ازادی کړل شي.د محابسو عمومي ریاست د اړیکو مشر شاه میر امیر پور وايي، دغه کسان د ولسمشر په فرمان ازاد شوي دي:

''شاوخوا ۲۵۰ کسان چې فرمان یې مونږ ته راغلی له ارزونې او څېړنې وروسته خوشي کېږي. ''د دغو ازاد شویو کسانو له ډلې څخه یوه یې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستلی شي، بي بي سي ته وویل دی محصل و چې ونیول شو او اوس غواړي خپلې زده کړې بشپړ کړي او د حزب اسلامي تر بیرغ لاندې سیاسي فعالیت وکړي.د افغانستان د زندانونو ریاست مسوولین وايي، شاوخوا درې زره د حزب اسلامي غړي تشخیص شوي چې د سولې هوکړې پر بنسټ باید ازاد کړی شي.د حزب اسلامي سیاسي کمیټې غړي غیرت بهیر وايي، په خوشې شویو کسانو کې د دوی مهم غړي هم شامل دي.افغان حکومت د حزب اسلامي بله ډله بندیان خوشي کويافغان حکومت د حزب اسلامي ۷۵ بندیان خوشي کړلد سولې له هوکړې مخکې د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي هم د طالبانو، حقاني شبکې او اسلامي دولت یا داعش ډلې ترڅنګ څلورمه ډله وه چې د افغان حکومت پر ضد جنګېده.د بشري حقونو یوشمېر ملاتړو بنسټونو بیا له دې وړاندې له بنده د حزب اسلامي د زندانیانو په خوشې کېدو اندیښنه ښودلې ده. بل لور ته طالبانو هم ویلي چې د ښه نیت له مخې یې د کوچني اختر په رارسیدو په غزني او هلمند کي یوشمېر بندي امنیتي ځواکونه خوشې کړي، خو افغان دولت د طالبانو لخوا د زندانیانو خوشې کول نه دي تایید کړي.

د انځور حقوق

AFP

Image caption

د بندیانو د خلاصون پرېکړه د ۲۰۱۶ کال سپتمبر میاشت کې د حکومت اتو ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې د هوکړې یوه برخه ده

تراوسه دا هم نه ده معلومه چې افغان دولت به هم د طالبانو د زندانیانو د خوشې کېدو پریکړه وکړي که نه، خو له اوربند سره سم د ځینو غوښتنې دادي چې دباور فضا د رامنځ ته کولو لپاره باید حکومت هم د طالبانو ځینې زندانیان ازاد کړي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-44485612

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading