بازتاب نیوز

د حزب اسلامي څه باندې۱۸۰ بندیان خوشې شول

٢٤ غبرګولی ١٣٩٧ آریانا نیوز

د حزب اسلامي  څه باندې یو سل و اتیا بندیان د ولسمشر په فرمان د بګرام او څرخي پله له زندانونو خوشې شول، چې د ناامنیو په جرم بندیان شوي وه.

 د حزب اسلامي څه باندې یوسلو اتیا بندیان د ولسمشر په فرمان د بګرام او څرخي پله له زندانونو خوشې شول.

د زندانیانو د خلاصون په اړه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن مازیګر په یوه خبري ناسته کې خوشې شویو کصسانو ته ډاډ ورکړ، چې زندان ته تلل د پیغمبرانو سنت دی.

د زندانونو د عامه اړیکو رییس شامیر امیر پور وایي: مونږ د ولسمشر د فرمان له مخې د حزب بندیان خوشې کړل او په راتلونکیو ورځو کې به د نورو هغو دوسیې هم وڅېړل شي.             

د حزب اسلامي د بندیانو د خلاصون د ګډ کمیسیون مسوول نصرالله صفاري وایي: دغه بندیان د کورني او بهرني امنیت په جرمونو کې د لاس لرلو پر تور نیول شوي وه.          

ویل کیږي، چې خوشې شوي کسان نور جنګ او جګړې نه کوي او د سولې له بهیر سره یو ځای کیږي. نه کوي.

  حزب اسلامي وایي، خوشې شوي کسان سولې ته ژمن دي او له دولت سره د امنیت په تامین کې مرسته کوي.

حزب اسلامي استازی غیرت بهیر وایي: زمونږ خوشې شوي بندیان نور جنګ نکوي؛ د سولې او امنیت لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي.              

له ځینو بندیانو سره وغږېدو د ځینو لپاره لس او پېنځلس کلونو د بند سزا ټاکل شوې وه؛ خو هر یوه یې له دوه تر درې کلونو بند تېر کړی دی.

عبدالجلال نومی بندي وایي: په کور کې ناست وم، چې له وسلې سره ونیول شوم؛ خو ما د حزب غړیتوب درلود او په ورانیو کې مې لاس نه و.

په دې کې داسې کسان هم شته، چې له طالبانو سره د همکارۍ پر تور نیول شوي دي.

گل احمد نومي وویل: زه یې له طالبانو سره د همکارۍ پر جرم نیولی وم. په داسې حال کې، چې دا یوه دسیسه وه.  

مخکې له دې هم په دوه پړاوونو کې د حزب اسلامي بندیان خوشي شوي او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې نور هم خوشې شي.

خبریاله: سمیرا ظفري

 

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/%D8%AF-%D8%AD%D8%B2%D8%A8-6/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading