بازتاب نیوز

د طالبانو له لوري د اوربند اعلان؛ د سولې د خبرو لپاره شین څراغ دی- معتصم آغاجان

٢٤ غبرګولی ١٣٩٧ آریانا نیوز

پخوانی طالب معتصم آغاجان وايي، د طالبانو له لوري د اوربند اعلان؛ د سولې د خبرو لپاره د شین څراغ په معنا دی.

د سولې لپاره د افغان حکومت وروستي وړاندیزونه او د اور بند اعلان که څه هم په نړیواله کچه ستایل شوي؛ خو اوس د طالبانو یو پخوانۍ غړی هم وايي، چې طالبان سولې ته تږي دي.

د اسلامي امارت یا د طالبانو د پخواني رژیم د کابینې غړی معتصم آغاجان ويلي؛ د وسلوالو طالبانو د مشر وروستۍ پرېکړه څرګندوي، چې پر سوله باور لري او د دواړو اړخونو تر منځ د سولې پر وړاندې لوی خنډ د امریکایانو شتون په ګوته کوي.

هغه د سولې عالي شورا هم خپلواکه نه بولي او وايي، چې دا شورا د نورو په خوښه چارې تر سره کوي.

آغاجان وایي؛ د پاکو موخو لپاره ځانمرګي بریدونه روا دي او زیاتوي، چې د ملکي وګړیو د خوندیتوب لپاره اوس پر دې بحث روان دی، چې څنګه طالبان او افغان حکومت یوې حللارې ته ورسیږي.

آغاجان اوسنی حکومت د امریکا لاسپوڅی بولي او وايي، چې د سولې عالي شورا ټولې کړنې له سفر سره برابرې او د پردیو موخو ته کار کوي.

وسلوالو طالبانو د افغان حکومت د یو طرفه اوربند پر مهال پر ګڼو امنیتي پوستو او ځینو ولسوالیو بریدونه وکړل؛ خو دواړه لوري د اختر په ورځو کې اوربند ته ځانونه ژمن بولي.

خبریال: خلیل الرحمن امید

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/o-oouo-24/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading