بازتاب نیوز

افغانستان کې دنجونو زده کوونکو دکمښت له امله د بشري حقونو اندېښنه

٢٤ غبرګولی ١٣٩٧ طلوع نیوز

د بشري حقونو د څار ډله وايي نړیوال بانک باید هغه عوامل له منځه یوسي چې په افغانستان کې د نجونو له زدهکړو مخنیوی کوي.

دغه بنسټ وایي په افغانستان کې ښوونځیوته د نجونو ورتګ کم شوی.

د بشري حقونو د څار ډله له نړیوال بانکه غوښتي چې زده کړو ته د نجونو د هڅولو لپاره د درې سوه مېلیونو ډالرو په کچه د مرستې کڅوړه اعلان کړي.

د یونیسف په تازه رپوټ کې راغلي  د افغان ماشومانو نیمايي برخه یعني درې عشاریه اوه مېلیونه ماشومان له زده کړو پاتې دي.

د دغه راپور پر بنسټ ډېری یا هم ۶۰ سلنه دغه ماشومان په هلمند، کندهار ، پکتیکا، ارزګان ، وردګو او زابل ولایتونو کې له زده کړو پاتې دي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%DA%A9%DB%90-%D8%AF%D9%86%D8%AC%D9%88%D9%86%D9%88-%D8%B2%D8%AF%D9%87-%DA%A9%D9%88%D9%88%D9%86%DA%A9%D9%88-%D8%AF%DA%A9%D9%85%DA%9A%D8%AA-%D9%84%D9%87-%D8%A7%D9%85%D9%84%D9%87-%D8%AF-%D8%A8%D8%B4%D8%B1%D9%8A-%D8%AD%D9%82%D9%88%D9%86%D9%88-%D8%A7%D9%86%D8%AF%DB%90%DA%9A%D9%86%D9%87

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading