بازتاب نیوز

ملامعتصم: د حکومت او طالبانو ترمنځ دباور رامنځته کولو لپاره عملي اقدامات پکار دي

٢٤ غبرګولی ١٣٩٧ پژواک خبري اژانس

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۷) : پخوانی طالب چارواکی ملا معتصم وایي د اوربند دهرکلي ترڅنګ وایي، حکومت او طالبان باید داسې اقدامات وکړي چې ددواړو لوریو ترمنځ دباور فضا رامنځته شي.

 

د طالبانو د سیاسي کمیټې پخوانی مشر او د مالیې وزیر ملا اغا جان معتصم دغه څرګندونې دنیکمرغه کوچني اختر په مناسبت پخپل پیغام کې کړې دي.

هغه ټولو هیوادوالو او مسلمانانو د اختر مبارکي ورکړې او دعایې کړې چې الله تعالی دټولو عبادات قبول کړي.

ملا معتصم ویلي، دا ځل اختر په داسې حال کې لمانځل کیږي، چې په هیواد کې د جګړې د دوو افغاني ښکېلو لوریو ترمنځ د وسلو خولې بندې او د ورور وژونکې جګړې لمبې خاموشه دي.

د هغه په وینا : (( داچې دغه لنډمهاله اختریز اوربند موږ افغانان له اوه لس کلنې شدېدې جګړې څخه وروسته وینو نو دا باید په عامه توګه ټول افغانان په او خاصه توګه د جګړې ښکېل لوري یو ښه فرصت وګڼي او د دغه فرصت نه اعظمي استفاده وکړي. ))

ده زیاته کړې، د جګړې ښکېلو لوريو ته په کار دی چې د همدې اوربند سره سره نور حسنه اقدامات هم ترسره کړي او د جانب مقابل پر وړاندې د انعطاف پذیري او تحمل نه کار واخلي ، ترڅو دغه شان ته اوربند د افغانانو ښکېلیو لوریو ترمنځ په را روانو نورو متعددو مناسباتو کښې هم تطبیق ومومي. او  بالاخره دا لړۍ د تواصل یا پیوستون برید ته ورسیږي او په هیواد کښې په دایمي او سرتاسري اوربند تمامه شي .

دغه پخواني طالب چارواکي ویلي، دا ډول فرصتونه هر وخت نه بلکي یو وخت رامنځ ته کیږي نو ټول افغانانو وروڼو په تېره بیا سیاسي شخصیتونو ته په کار دي چې پر همدې مهال څومره چې یې له توانه او قدرته کېدلای شي په اړه یې مثبتې کړنې ، تایید او توافق ورسره وکړي.

هغه زیاته کړې، ټولېناخوالۍ د بهرنیو ځواکونو له امله رامنځته شوې، خو زیاته کړې، خو که په دقیق نظر وکتل شي نو بهرني ځواکونه هم خپله د افغانانو د نه همږغۍ او د هغوی د سیاست والو د فکري او سیاسي اختلافاتو زیږنده دی چې افغان ولس یې له دغې سترې تباهۍ سره مخ کړی دی.

د ملا معتصم په وینا، له دغه ناوړه وضعیت څخه د نجات او ژغورنې یواځینۍ لاره خپل منځي یووالی او تفاهم دی چې الله تعالی دې د ځوریدلي او شیندل شوي ولس نصیب کړي.

د نوموړي په وینا، د دې لپاره چې د یاد اوربند د تمدید یا د بیا ځلې تطبیق امکانات په هیواد کې نور هم زیات شي نو په کار دی چې ښکېل اړخونه دغه ستر آرمان ته د رسیدو لپاره ځیني عملي ګامونه هم واخلي.

هغه زیاته کړې، عملي ګامونه په دې معنی چې حکومت هم دطالبانو په څیر داوربند پر مهال بندیان خوشې کړي او دباور جوړولو لپاره داسې هڅې وشي دا پروسه هم د افغان ولس او هم د نړیوالې ټولنې لپاره د اعتماد وړ وګرځي.

اصلي اړیکې: https://www.pajhwok.com/en/node/517003

د اصلي پاڼې خلاصول

پژواک خبري اژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading