بازتاب نیوز

دشوال میاشت ولیدل شوه، دجمعې ورځ کوچنی اختر دی

٢٤ غبرګولی ١٣٩٧ پژواک خبري اژانس

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۷) دافغانستان سترې محکمې اعلان وکړ، چې د شوال میاشت ولیدل شوه او سبا د جمعې په ورځ د نیکمرغه کوچني اختر لومړی ورځ وي.

دسترې محکمې ددارالافتاء رییس مولوي صدیق الله مسلم نن ماخوستن له ملي تلویزیون څخه اعلان وکړ، چې په سعودي کې میاشت لیدل شوې ځکه نو افغانستان هم  له سعودي سره یوځای سبا جمعه کوچنی اختر لمانځي.

دغه د نړۍ په ټولو اسلامي هیوادونو کې سبا اختراعلان شوی،خو پاکستان د شنبې ورځ اختر اعلان کړی.

د پژواک اداره ټولو هیوادوالو او اسلامي امت ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایي.

اصلي اړیکې: https://www.pajhwok.com/en/node/517002

د اصلي پاڼې خلاصول

پژواک خبري اژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading