بازتاب نیوز

د ننګرهار ولایت مقام مخې ته ځانمرګي برید ۱۰ تنه وژلي

٢٧ غبرګولی ١٣٩٧ سلام وطندار

نن له غرمې وروسته شاوخوا ۲۰ باندې ۳ بجې د ننګرهار ولایت مقام مخې ته ځانمرګی برید شوی چې ۱۰ کسان یې وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي‌دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې چاودنې کې د اوښتو تلفاتو شمېر کې بدلون راتلی شي چې وروسته به رسنیو سره شریک شي.

تر اوسه دې ځانمرګي برید کې د وژل شویو هویت نه‌دی معلوم.

سیمه کې عیني شاهدانو ویلي، د ولایت مقام لومړي قرول سره نږدې ځانمرګي برید کې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

نن د ننګرهار ولایت مقام کې د طالبانو، ولسي خلکو او حکومت تر منځ له یوې ګډې غونډې خلک د راوتلو په حال کې وو چې دا برید پرې وشو.

تر اوسه د دې ځانمرګي برید مسوولیت چا نه‌دی منلی.

دا چاودنه داسې مهال کېږي چې پرون د غازي امان‌الله خان په ښارګوټي کې د داعشیانو له لوري شوي ځانمرګي برید ۲۶ تنه وژلي وو او څه باندې ۶۰ تنه یې ټپیان کړي وو.

نن له حکومت سره د طالبانو د اوربند وروستۍ ورځ ده؛ خو ویل کېږي چې دا موده به وغځېږي.

اصلي اړیکې: http://salamwatandar.com/Pashto/article.aspx?a=40395

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading