بازتاب نیوز

له طالبانو سره د پاکستان، روسیې او د ایران د همکاریو په اړه د ناټو نوی قوماندان تازه څرګندونې

٣٠ غبرګولی ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکایي ځواکونو لپاره نومول شوی امریکایي قوماندان جنرال سکاټ میلر وایي پاکستان، ایران او روسیه د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې دی چې افغان چارواکي تل ادعا کوي چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو چې په افغانستان کې بریدونه کوي ملاتړ کوي او پټنځي یې ورکړي خو پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړي او وايي دوی پخپله د ترهګرې قربانیان دي.

په همدې حال کې جنرال سکاټ وړمه شپه ناوخته د امریکا د سنا د وسله‎والو خدمتونو په کمېته کې د وینا پر مهال په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو د حضور پر دوام ټینګار وکړ.

جنرال سکاټ زیاته کړه، چې امریکا دې له افغانستانه خپل سرتېري په بیړه ونه‎ باسي.

د جنرال سکاټ په وینا، په افغانستان کې د القاعدې شبکې پاتې شونې او د اسلامي دولت نومې ډلې پلویان هڅې کوي خپلو فعالیتونو ته زور ورکړي.

هغه خبرداری ورکړ که امریکايي سرتېري تر وخت مخکې ووځي  ترهګرې ډلې به بیا منظمې شي او افغانستان به ژور کړکېچ ته ولاړ شي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/13746

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading