بازتاب نیوز

سرپل کې هوایي او توپچي بریدونه وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

٣٠ غبرګولی ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

د سرپل ولایت په مربوطاتو کې د هوایي او توپچي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه د ولت ضد وسله وال وژل شوي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د وسله والو په وړاندې تازه بریدونه د صیاد ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوي.

سرچینه زیاتوي، چې عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۶ تنه وسله وال ټپیان هم شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي ”د هوايي او توپچي بریدونو په ترڅ کې د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې 11 تنه ترهګر وژل شوي، 16 تنه ټپیان، د دښمن 5 موټرسایکل او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي. “

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له دې وړاندې ویلي وو، چې د توپچي او هوایي بریدونو په ترڅ کې ۶ تنه وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/13762

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading