بازتاب نیوز

په ننګرهار کې د اورلګېدنې له کبله ۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

٢١ چنګاښ ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې اورلګېدنې د يو ماشوم په ګډون ۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

د والي وياند عطاءالله خوګياڼي کليد ته وويل چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې د جلال اباد ښار پنځمې حوزې اړوند کابل هډې پول ته څېرمه د ګاز ډبو په يوې هټۍ کې  اورلګېدنه رامنځته شوې چې په پايله کې يو ماشوم مړ شوی او د هټيوال په ګډون دوه نور ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

خوګياڼی وايي، اورلګيدنه د ګاز ډبو په هټۍ کې د هټيوال د بې احتياطۍ له کبله رامنځته شوې.

د والي وياند وايي که څه هم د اور وژنې ډله پر وخت سيمې ته رسيدلې وه  او اور يې مړ کړ، خو مرګ ژوبله د ګازډبو د چاودنې له کبله رامنځته شوه.

نوموړی وايي ټپيان يې روغتون ته ليږدولي او په وينا يې چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

خوګياڼي وايي، اور لګېدنې مالي زيانونه هم رامنځته کړي دي، خو د کچې په تړاو يې تر اوسه معلومات نشته.

 

The post په ننګرهار کې د اورلګېدنې له کبله ۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/07/12/%D9%BE%D9%87-%D9%86%D9%86%DA%AB%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B1-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D8%A7%D9%88%D8%B1%D9%84%DA%AB%DB%90%D8%AF%D9%86%DB%90-%D9%84%D9%87-%DA%A9%D8%A8%D9%84%D9%87-%DB%B3-%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%8A/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading