بازتاب نیوز

اسعد اباد کې د امام بخاري رحمه الله دجامع مسجد د بنسټ ډبره کېښودل شوه

٢١ چنګاښ ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د کونړ ولایت مرکز اسعد اباد په یارګل کلي کې د نجات ټولنیزې خیره موسسې د (۲٬۱) دوه اعشاریه یو میلیون افغانیو په مالي لګښت د جامع جومات جوړېدو چارې نن د چنګاښ په (۲۱) مه نېټه  د یو لړ مراسیمو په ترڅ کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال،ولایتي شورا منشي جمال الدین سیار،د ارشاد حج او اوقافو رئیس نورالمعبود احساس ،د نجات خیریه موسسې مشر سید حبیب،علماوو او قومي مخورو په لاسونو د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې .

یاد مسجد چې په یو وخت کې به د (۵۵۰) لمونځ کوونکو ځای ولري په (۳) میاشتو کې به یې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د مسجد د چارو پیل له امله خلکو ته مبارکي وویله او ډاد یې څرګند کړ چې په دې ولایت کې به مساجدو او د دیني زده کړو مرکزونو جوړیدو ته پاملرنه زیاته کړي . (0)The post اسعد اباد کې د امام بخاري رحمه الله دجامع مسجد د بنسټ ډبره کېښودل شوه appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/اسعد-اباد-کې-د-امام-بخاري-رحمه-الله-دجام/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading