بازتاب نیوز

د هېواد په شمال کې د سوداګریزو لارو بندېدو سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

٢١ چنګاښ ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د جنبش ګوند پلویانو، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې یې د هېواد په شمال کې د اقینې بندر او یوشمېر نورې سوداګریزې لارې تړلې او د تحصن خېمې یې درولې وايي، تر هغو یې چې غوښتنې ونه منل شي دا لارې به خلاصې نه کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو د کانونو او صنایعو برخې رییس رحیم الله سمندر وايي، چې د اقینې بندر لارې تر څنګ د یوشمېر نورو سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله سوداګرو او د افغانستان اقتصاد ته زیان اوښتی او هره ورځ افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېږي.

د اقتصادي چارو شنونکي کاکوجان نیاز هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او ويې ویل، هېڅ ډله د لارو د تړل کېدو حق نه لري او حکومت باید هېچاته اجازه ورنه کړي، چې د شخصي غوښتنو لپاره ملي ګټو ته زیان ورسوي.

 

 

د اقینې بندر او د هېواد په شمال کې د ځینو نورو سوداګریزو لارو تړل کېدو پر اقتصادي برخې بد اغېز کړی او سوداګر يې زیانمن کړي دي

 

خو لاریونوالو، چې د اتمې ورځې لپاره هم په فاریاب، بدخشان، سمنګان، تخار او یوشمېر نورو ولایتونو کې خپلو لاریونونو ته ادامه ورکړې خبرداری ورکوي، که یې غوښتنې ونه منل شي دا لارې به تړلې پاتې شي.

په شمال کې د سوداګریزو مسیرونو د تړل کېدو له امله د افغانستان اقتصاد ته د میلیونونه افغانیو د زیان اوښتو په تړاو څر ګندونې داسې مهال دي، چې د سوداګرۍ خونو مسئولانو په وینا که دې ستونزې ته رسیده ګي ونه شي ورځ تر بلې به سوداګر له زیاتو زیانونو سره مخ شي.

(0)The post د هېواد په شمال کې د سوداګریزو لارو بندېدو سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-هېواد-په-شمال-کې-د-سوداګریزو-لارو-بندې/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading