بازتاب نیوز

ناتو له افغانستان سره د همکاریو په اړه د نظر یوالی لري-عبدالله عبدالله

٢١ چنګاښ ١٣٩٧ آریانا نیوز

اجرائیه رييس وايي، چې ناتو د افغانستان لپاره ژمنه ده او د دغه سازمان ټول غړي په دې اړه د نظر یوالی لري.

د ملي وحدت حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله، چې بروکسل ته د ناتو په غونډه کې د ګډون لپاره تللی وايي، چې ناتو له افغانستان سره د همکاریو په اړه د نظر یوالی لري

ښاغلی عبدالله زیاتوي، د مرستو او همکاریو په اړه د ناتو غړیي هېوادونه شک نلري او ګډه پرېکړه یې کړې ده.

هغه په شمال کې وروستیو لاریونونو او د جنرال عبدالرشید دوستم موضوع ته په اشاره کې وویل، چې دا ډول حالات د افغانستان د سولې بهیر ټکنی کوي او بحران ته زمینه برابروي.

هغه ویلي، چې له هېواده بهر د ملي شخصیتونو د اوسیدو هیله نلرم.

هغه په حکومت کې د ننه د نظر اختلافونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا ډول موضوعات په لوړه او ملي کچه خبرو ته اړتیا لري.

شفافي ټاکنې، له فساد سره مبارزه او په عدلي ارګانونو کې اصلاحات نور هغه موارد دي، چې عبدالله عبدالله پرې ټينګار کوي.

خبریال: شاهپور فرهمند

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/uoou-u-11/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading