بازتاب نیوز

فوټ بال: د جنوب غرب حوزې اتلولي د کندهار لوبډلې خپله کړه

٢١ چنګاښ ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

په هلمند ولايت کې د جنوب غرب حوزې (هلمند، کندهار، ارزګان او نېمروز) ولايتونو ترمنځ د فوټ بال درې ورځنيو سياليو اتلولي د کندهار لوبډلې خپله کړه.

دغه لوبې درې ورځې په دوه وختونو کې ترسره شوې، چې کندهار لوبډلې پرلپسې درې لوبې وګټلې او ۹ نمرو په ترلاسه کولو سره يې اتلولي خپله کړه. ددې لوبو اتله لوبډله به د افغانستان د اتو زونونو ترمنځ  د غوره لوبډلو سره لوبې کوي او بېلاخېره ځان به تر اسيايي لوبو رسوي.

ددې سياليو پايلوبه کې هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان هم ګډون درلود، چې د افغانستان فوټ بال فدراسيون غړو او همدارنګه د نيمروز، کندهار او ارزګان ولايتونو د فدراسيون مشرانو ته يې يو شمېر ډالۍ هم ورکړې.

جنرال ياسين خان لوبې د يووالي او نېږدېتابه يوه غوره وسيله ياده کړه او له نورو ولايتونو څخه راغلو لوبډلو څخه يې د مننې ترڅنګ د کندهار لوبډلې ته د اتلولۍ مبارکي وويله.

د افغانستان فوټبال فدراسيون استازو له هلمند والي څخه د لوبو د ملاتړ په پار د مننې او قدردانۍ ترڅنګ د غوره همکاريو په وياړ ستاينليک ورکړ او همدارنګه د نمېروز، کندهار او ارزګان ولايتونو د فدراسيون مشرانو له لوري ښاغلي ياسين ته د وياړ بګړۍ ور پر سر شوه.

ورپسې ددې سياليو غوره لوبغاړو ته ډالۍ ورکول شوې، چې د نېمروز ولايت څخه پيرمحمد ته د غوره لوبغاړي، حميدالله حسيني ته د غوره ګول ساتوونکي، د کندهار ولايت څخه فيض محمد فيضي ته د ډېرو ګولونو وهونکي او د ارزګان ولايت لوبغاړي ته د غوره اخلاقو کپونه ورکول شول.

له دې وروسته اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ کپ د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان له لوري ورکول شو او ټولو لوبډلو ته په راتلوونکې کې د لا برياليتوب هيله څرګنده شوه. (0)The post فوټ بال: د جنوب غرب حوزې اتلولي د کندهار لوبډلې خپله کړه appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/فوټ-بال-د-جنوب-غرب-حوزې-اتلولي-د-کندهار/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading