بازتاب نیوز

د شهید نقیب احمد خپلواک لېسې د احاطې ديوال جوړيدو چارې بشپړې شوې

٢١ چنګاښ ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ ټغر کلي کې د شهيد نقيب احمد خپلواک لېسې د احاطې ديوال د څه باندې يو نيم ميليون افغانيو په لګښت تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د بهسودو ولسوال صديق دولتزي وويل، چې دغه ديوال ۲۶۴ متره دی او د افغان ايد موسسې  او د ولسي ګډون په څه باندې يو نيم ميليون افغانيو مرسته جوړ شو.

نوموړي په مرستندويه ادارو غږ وکړ، چې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې په برخه کې ورته نورې پروژې هم تطبيق کړي. (0)The post د شهید نقیب احمد خپلواک لېسې د احاطې ديوال جوړيدو چارې بشپړې شوې appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-شهید-نقیب-احمد-خپلواک-لېسې-د-احاطې-ديو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading