بازتاب نیوز

ناټو ۲۰۲۴ کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ وغځاوه

٢١ چنګاښ ١٣٩٧ بی بی سی

د انځور حقوق

Getty Images

د ناټو سر مشریزه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د ناټو غړي هېوادونه او دغه راز د افغانستان نور ملګري هېوادونه ژمن دي، چې لږ تر لږه د ۲۰۲۴ کال تر پایه د افغانستان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.

په بروکسلز کې نن د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان اړوند مسایلو باندې خبرې وشوې. افغان پلاوي د ناټو د دغې ژمنې هرکلی وکړ او دا یې د افغان پوځ او نورو امنیتي ځواکونو د روزنې په بهیر کې مهم ګام وباله. د بي بي سي خبریال حمید قیومي چې د دې غونډې د خبري پوښښ لپاره برسلز کې دی، خپل رپوټ کې وايي، د ناټو سازمان عمومي منشي ینسټوسټلبرګ نن د غونډې پر دویمه او وروستۍ ورځ افغانستان کې د ناټو پرېکنده ماموریت د غځولو او پیاوړي کولو هوډ وښود.

له افغان پلاوي سره له غونډې وروسته ناټو عمومي منشي وویل، ناټو غړي هېوادونه او د افغانستان نور ملګري هېوادونه ژمن دي، چې لږ تر لږه د ۲۰۲۴ کال تر پایه د افغانستان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي. ناټو: تر ۲۰۲۰ افغان امنیتي ځواکونه تمویلووناټو د طالبانو پر وړاندې د افغان حکومت له اوربنده ملاتړ کړی ناټو د افغان هوايي ځواکونو پیاوړي کولو ته ډېر پام غواړيدوه کاله مخکې د وارسا په سر مشریزه کې ناټو هوډ څرګند کړی و، چې تر ۲۰۲۰ کاله به د افغان امنیتي ځواک مالي ملاتړ کوي. اوس دغه مرستې تر ۲۰۲۴ کاله پورې غځول شوې دي. د ناټو نننۍ غونډه کې د افغانستان د سولې پر بهیر هم خبرې وشوې. افغان پلاوي له ناټو او خپلو نورو نړیوالو ملګرو وغوښتل چې افغان جګړې ته له سیاسي لارې د پای موندلو کې ورسره مرسته وکړي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم خبري ناسته کې د افغان جګړې په تړاو د بي بي سي یوې پوښتنې ته ځواب کې وویل، (موږ په افغانستان کې ډېر پرمختګ کړی دی.د ناټو مشر ستولتنبرګ وار له مخه ویلي، چې طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرو دریځ ملاتړ کوي. ښاغلي ستولتنبرګ د افغان حکومت پر وسله والو مخالفانو هم غږ وکړ، چې جګړه نه شي ګټلای او دغه کړکېچ ته باید سوله ییزه حل لار وموندل شي:

د انځور حقوق

Reuters

Image caption

د ناټو مشر ستولتنبرګ وار له مخه ویلي، چې طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرو دریځ ملاتړ کوي.

په خپله افغانانو ته د امنیت چارو مسوولیت ورسپارلو پرېکړه پر ځای او بریالۍ وه. موږ تر کلونو پورې افغانستان کې د جګړیز ماموریت دنده درلودله، ډېرو ننګونو سره پکې مخامخ شوو، اوس موږ افغان امینتي ځواکونو روزو، چې څنګه له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي. ناټو: باید پاکستان کې د وسله والو پټنځیو ته پام وشيټرمپ د ناټو له غړو دفاعي لګښتونو کې د ونډې ډېرول غوښتيناټو سر مشریزه کې به افغانستان هم د اجنډا برخه ويموږ به یې ملا تړ ته دوام ورکوو، خو اوس زموږ ماموریت هلته په شته شرایطو پورې تړلی دی. هلته زموږ د فعالیت هدف کړکېچ ته د سوله ییز حل موندل دي. موږ د سولې بهیر ته لار هواروو او وسله والو ته مو پیغام دا دی، چې جګړه په زور نه شئ ګټلای.ناټو عمومي منشي افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو اعلان هم وکړ. برتانیا پرون د ۴۴۰ اضافي سرتېرو د استولو اعلان کړی و.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-44810388

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading