بازتاب نیوز

ګرجستان وایی د ناټو تړون غړیتوب ته تیار دی

٢١ چنګاښ ١٣٩٧ دازادې اروپا راډیو

دګرجستان ولسمشر وايي: هېواد يې "همدا اوس" د ناټو تړون غړیتوب ته تیار دی.

ولسمشر، جیورجي مارګیلاشویلي پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې هېواد ټول "ابتدايي شرایط" چې په ناټو کې د غړیتوب لپاره یې اړتیا ده، پرځاي کړي دي.

د ګرجستان ولسمشر د ناټو د غړو هېوادونودمشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د بلجیم پلازمېنې، بروکسل ته تللی دی.

هغه وویل چې

ګرجستان په ناټو کې غړیتوب ته "همدا اوس" هم تیار دی او د ناټو غړي هېوادونه باید دې پوښتنې ته چې ګرجستان څه وخت غړیتوب ترلاسه کولائ شي، ځواب ورکړي

.

د ناټو د نه ویشت غړو هېوادونو مشرانو پرون د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک خپور کړ . په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې په دې تړون کې د ګرجستان د غړیتوب په اړه د مخکنۍ پرېکړې عملي کولو ته متعهد دي.

د ناټو مشرانو په 2008 میلادي کال کې په بوخارست کې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د ګرجستان پر غړیتوب کار وکړي.

د ناټو په پروني پرېکړه لیک کې د هغو پرمختګونو ستاینه شوې چې د ګرجستان حکومت د دې تړون د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره کړي خو دا نه دي ویل شوي چې دقیقاً، څه وخت ګرجستان د غړي په توګه له دې تړون سره یوځاي کېدلائ شي.

په زړه پورې منځ‌پانګه

ډېر لوستل شوي مطالب

۱

طالب چارواکی: هغه طالبان به سزا وویني چې له پوځیانو او چارواکو سره‌یې عکسونه اخیستي

۲

ډرامه؛ په هوايي ډګر کې نا اشنا طیاره د چا وه؟

۳

افغان خاوره کې د پاکستان سوداګریزو موټرو لپاره د کابل شرط!

۴

د سولې ولسي حرکت وسله‌والو طالبانو ته درې ورځې وخت ټاکلی

۵

ایزدیار: د فاسدینو او زورواکو پر وړاندې مبارزه باید له توپیر پرته عملي شي

۶

عرفان‌الله عرفان: د حامد کرزي وروستۍ څرګندونې د هغه د شخصي عقدو نتیجه ده

۷

هند له افغان سفیر سره نوې ژمنې وکړې

۸

کابل امنیه قومانداني: د اوربند په اساس يو شمېر طالبان کابل ښار ته داخل شوي

۹

پاکستاني طالبانو د خپل منځي اختلافاتو له امله د خپل نوي مشر ټاکنه ځنډولې

۱۰

لغمان کې د ولسمشر غني د ځانګړي ګارد له‌خوا وژل شوې نجلۍ د کورنۍ سره مرسته وشوه

اصلي اړیکې: https://pa.azadiradio.com/a/29359973.html

د اصلي پاڼې خلاصول

دازادې اروپا راډیو په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading